آی پي ایل: څلور افغان لوبغاړي له توقع پورته په لوړه بیه وپېرل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل) څو ورځې وړاندې ورځ د هند په تجارتي لیګ بولۍ کې څلور افغان لوبغاړي چې څومره توقع کېده له هغې پورته په لوړه بیه وپېرل شول.

په دې لوبغاړو کې راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان شامل وو.

لومړی راشد خان، چې د خپلې پخوانۍ لوبډلې (سنرایزز حیدر اباد) لخوا یو ځل بیا په لوړه بیه وپېرل شو، د بولۍ پر وخت د پنجاب لوبډلې پر نوموړي تر پایه بولۍ ولګوله خو په پای کې د حیدر اباد لوبډلې د RTM کارډ په واسطه خپل کړ.

نوموړی په ۹۰ ملیونه هندي روپیو وپېرل شو، چې په تېر ۲۰۱۷ آی پي ایل کې په ۴۰ ملیونه د همدې لوبډلې لخوا پېرل شوی و.

دوهم محمد نبي، چې یو ځل بیا د خپلې لوبډلې لخوا په ۱۰ ملیونه هندۍ روپیو وپېرل شو، نوموړی په تېر آی پي ایل کې د خپلې لوبډلې لخوا په ۴ ملیونه هندۍ کالدارې پېرل شوی و.

دریم مجیب ځدراڼ، چې په لومړي ځل د آی پي ایل بولۍ ته وړاندې شو د پنجاب لوبډلې لخوا په ۴۰ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، نوموړی د ځوانانو لوبغاړو په هغه لیست کې شامل دی چې بیه یې لوړه او عمر یې کم دی.

څلورم ظاهر خان، دوهم افغان لوبغاړی چې په لومړي ځل آی پي ایل سیالیو کې شرکت کوي، د راجستان لوبډلې لخوا په ۶ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو.

دا لومړی ځل دی چې څلور افغان لوبغاړي په آی پي ایل سیالۍ کې لوبیږي، له دې وړاندې راشد خان او محمد نبي د آی پي ایل ۲۰۱۷م کال په لسم پړاو کې په لومړي ځل برخه اخیستې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د