fbpx

ټرمپ: په اوس وخت کې له طالبانو سره هېڅ ډول خبرې نشي کېدای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې،۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا د افغانستان جګړې کې د پوځي بريا په فکر له طالبانو سره د خبرو شونتيا رد کړې ده.

امریکايي رسنيو د ټرمپ له خولې ليکلي، چې اوس وخت کې طالبانو په کابل او نورو ښارونو کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او د داسې بريدونو په وخت کې له طالبانو سره خبرې کول بې ګټې دي.

د نوې جګړه ييزې پاليسي د اعلان پر مهال ټرمپ ګواښ کړی و، چې طالبان به د بمباريو او پوځي عملياتو د فشار له لارې د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي: «موږ له طالبانو سره خبرو ته نه يو حاضر، طالبان هر ځای بې ګناه خلک وژني.»

امریکايي ولسمشر ويلي: «دا هم امکان لري، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي، خو دا به ډېره لرې خبره وي.»

ټرمپ په داسې حال کې له طالبانو سره د هر ډول خبرو ځنډولو هوډ کړی، چې طالبانو په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو برخو کې خپل شتون او فعاليتونه زیات کړي او ډېری څارونکي په دې باور دي، چې په دې وروستيو بريدونو چاودنو کې د ملکي خلکو د وژل کېدو لامل هم د ټرمپ جګړه‌ ييزه پاليسي ده، چې غواړي د خبرو پر ځای د زور او جګړې له لارې خپله بريا ثابته کړي.

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې سيګار ويلي، چې طالبان د افغانستان په نږدې پنځوس سلنه خاوره واکمن دي او د نوې سټراټيژي له اعلان سره يې پرمختګونه نور هم زيات شوي دي.

امریکايي کارپوهانو هم د ټرمپ پرېکړه حيرانوونکې بللې ده.

رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې تر څو ورځې وړاندې هم ټرمپ پر دې اعتراف کاو، چې طالبانو ته له نظامي لارې ماتې ورکول ناشوني دي، خو نن يې له هغوی سره د مذاکراتو درولو اعلان وکړ.

دغه امریکايي چارواکی وايي: «دا هېڅ امکان نه لري، چې د سولې خبرې دې په بشپړه توګه ودرول شي.»

که څه هم ځينې څارونکي او د ګډ حکومت چارواکي د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کوي، خو ډېری امریکايي کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ورځ تر بلې مخ پر ناکامۍ روانه ده او سلګونو ميلياردو ډالرو او زرګونو عسکرو د لاسه ورکولو سربېره يې هم د ګټې او بریا کوم څرک نه ښکاري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

دا بمبارونہ او داچاپی نو د خبرو دپارہ وی کہ تہ سر بد حالہ یی (لیونو)