نړۍ

لاؤس کې د پوځي طيارې د پرېوتو له امله د دفاع وزير په ګډون ۱۷ جګپوړي چارواکي وژل شوي

د جنوبي اسيا لاؤس هيواد يوه پوځي الوتکه د ځينې تخنيکې ستونزو له کبله راپريوتې ده.

په ياده پيښه کې د لاؤوس د دفاع وزير په ګډون ۱۷ جګپوړي دولتې چارواکي هم وژل شوي دي.

نيويار ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د لاؤس دفاع وزير جنرال ډويانګچه او د عامه امنيت وزير په ګډون ۱۷ دولتي چارواکي په نوموړې طياره يوې دولتي غونډه کې د ګډون په موخه روان و، چې شنګکويانګ ايالت پايک سيمه کې د ځينې تخنيکي ستونزو له امله راپريوته.
په پيښه کې د دفاع وزير په ګډون ۱۷ جګپوړي حکومتي چارواکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د لاؤس چارواکي وايي، چې تر اوسه د پيښې لامل نه دی روښانه او دوی په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي تر څو د پيښې اصلي لامل په ګوته کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x