ورزش

۱۹ کلنو جام: هند پاکستان ته نیمه پایلوبه کې تاریخي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): هند پاکستان ته د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې په ۲۰۳ منډو تاریخي ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

د پاکستان لوبډله د ۲۷۳ منډو هدف پوره کولو کې یوازې ۶۹ منډې جوړې کړې او ټوله لوبډله یې وسوځېدله.

لوبه کې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۷۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا شوبمان ګیل سلیزه ووهله او ۱۰۲ غوره منډې یې جوړې کړې چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په ځواب کې د پاکستان لوبډله د هند توپ اچونکو په وړاندې پښې سستې شوې او ویکټې یې له لاسه ورکړې، چې ټوله لوبډله یې یوازې په ۶۹ منډو وسوځېده او له هند څخه یې تاریخي ماتې وخوړه.

ددوی لخوا روهیل نذیر ۱۸، سعد خان ۱۵، او محمد موسی ۱۱ منډې جوړې کړې، چې له دوی پرته نور هیڅ لوبغاړي تر لسو منډې جوړې نه کړې.

د هند لخوا اشان پوریل ۴، شیوا سینګ او ریان پراګ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، چې د ۲۰۳ منډو په توپیر یې تاریخي ماتې ورکړه.

هند لوبډله به د ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوبه کې له استرالیا سره په ۳ فروري د شنبې په ورځ مخامخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د پاکستان په وړاندې د دریم مقام خپلولو لپاره د پنجشنبې په ورځ سیالۍ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x