افغانستان

وروستیو واورو او بارانونو د وچکالۍ وېره کمه کړې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې،۱۳۹۶ل): د هوا پېژندنې ادارې راتلونکو څو ورځو کې د ډېرې واورې د ورېدو او بارانونو اټکل کړی دی.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې واوره ورېدل پیل شوې، چې له عامو خلکو یې د سختې وچکالۍ وېره ختمه کړې ده.

د هوا پېژندنې ادارې نن هم په فاریاب، غزني، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غور، سرپل، پنجشېر، نورستان، کونړ، روزګان، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

یادې ادارې د اټکل له مخې، په هرات، بادغیس، خوست، پکتیا، لوګر، لغمان، بغلان، سمنګان، جوزجان، بلخ، تخار، کندوز، زابل، د کندهار ختیځه برخه او بدخشان د واورې او باران اټکل شوی دی.

پرون مازیګر د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب ویلي وو، چې د سالنګ په سویلي او شمالي برخو تر ۷۰ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې، چې د بارو وړونکو موټرو پرمخ یې د سالنګ لویه لاره تړلې ده.

په روان ژمي کې د نورو کلونو په پرتله سږکال واورې او بارانونه کم ورېدلي، چې د سختې وچکالۍ وېره یې پیداکړې وه.

یوه اوونۍ وړاندې د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې اندېښنه ښودلې وه، چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه ۳۰ سانتي متره ښکته شوي او که واوره او باران ونه شي؛ نو د کابل ښاریان به د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د تېرې پنج شنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ له خلکو غوښتي وو، چې د وچکالۍ د ختمېدو او د واورې او بارانونو د غوښتو لپاره د استسقا لمونځ وکړي.

تراوسه د اوسنیو واورو او بارانونو کوم زیان نه دی اړولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x