پنټاګون: افغانستان کې به مو د ځواکونو تلفات لوړ شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امريکا دفاع وزارت وايي، د طالبانو پر وړاندې د جګړې په توندېدو سره به د دوی د ځواکونو تلفات هم ډېر شي.

سپوتنیک د امريکايي چارواکو په حواله وايي، چې د طالبانو پر وړاندې د جدي جګړې هوډ لري او دا چې ځواکونه يې له افغان عسکرو سره اوږه پر اوږه د جګړې ډګر ته ځي ځکه به يې تلفات هم ډېر شي.

سره له دې چې د ناټو تر چتر لاندې بهرني عسکر به د جګړې په لیکو کې مستقیماً برخه وال وي، پنټاګون وايي د دوی ځواکونو به د جګړې په لیکو کې هم د تمویل، مشورې او روزنې دنده پر غاړه ولري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره وايي، پنټاګون ترې د جګړې په اړه معلومات پټوي.

د راپورونو له مخې پنټاګون لا هم له سيګار سره دا معلومات نه دي شریک کړي، چې څومره افغان عسکرو ته مشوره ورکوي، څومره يې روزلي او څومره وژل شوي دي.

سیګار وايي، امریکايي ولس حق لري چې پر دې پوی شي چې د دوی پر مالیاتو روانه جګړه په کومه خوا روانه ده.

د سرچينې په قول د امریکا دفاع وزارت په جګړو کې د خپلو ځواکونو د تلفاتو پټولو هڅه کوي او تر اوسه يې د تلفاتو دقیقه شمېره له ولس سره نه ده شريکه کړې.

تازه امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له طالبانو سره د سولې خبرو ته نیت نه لري.

د شنونکو په باور د امریکا ستراتېژي دا په ډاګه کوي چې جګړه باید وغزول شي، د دې ستراتېژي له مخې چې د امریکايي ځواکونو د شمېر پر ډېرېدو سربېره، د شپنیو عملیاتو اجازه او د امریکايي قومندانانو صلاحیتونه هم پراخ شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د