fbpx

د هیواد د روان بحران پړه د چا پر غاړه ده ؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : په تیره یوه اونۍ کې مو یواځې په کابل کې دری مهم دولتي او پوځي اهداف یو په بل پسې په نښه شول چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ژوبل شول.

د ګډ حکومت پوځي او امنیتي مسؤلینو د دغو بریدونو پړه پر پاکستان ور واچوله او همداراز یې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابي اصلي لامل د پاکستاني چارواکو مداخله وبلله.

خو که په مجموع کې د هیواد روان عمومي وضعیت او د هیواد په دې بحراني شرائطو کې د ملي یووالي حکومت حکومتولي ته وکتل شي دا به جوته شي چې حکومت يواځې په پوځي او امنیتي برخه کې نه ؛ بلکې د هغه ترڅنګ د هیواد د حکومت داري په ټولو برخو کې له مشکلاتو سره مخ دي.

که په فرض محال دا ومنو چې د هیواد د نا امنیو عامل پاکستان دی نو د حکومت د داخلي مشکلاتو ، د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال جنرال دوستم د ناندریو، د ولسمشر په مقابل کې د هغه د والي د بغاوت ، د ارګ او د هغه د یوه ولایت د امنیه قومندان د بغاوت ، په مزار شریف کې د مشرانو جرګې او پارلمان د دوو استازیو ترمنځ د وسله والې نښتې او سلګونو نورو داخلي ستونزوعامل به څوک وي؟

همداراز چې مو نن هیواد په غلا او مالي فساد کې ، د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې، په نشه يي توکو د دری ملیونه افغانانو اعتیاد، د بشري حقونو په تر پښولاندې کولو، د ښځو په وړاندې تاو تریخوالي ، بیکاري ، کورنیو اجباري مهاجرتونو، له هیواده د کدرونو په تیښته، او … کې چې افغانستان لومړی مقام خپل کړی او نړیوال اړوند بي پري سازمانونه ورباندې هره ورځ راپورونو او سروې ګانې خپروي د دې لامل څه او څوک دي ؟

په دې کې شک نشته چې د پاکستان په شمول زمونږ ګاونډیان به زمونږ د هیواد په داخلې چاروکې په مداخلې سره مونږ ته ښه عزائم نه لري ، ولي مونږ د خپلو محدودو ګاونډیانو په نسبت له ځانه سره د امریکا په شمول د ټولې نړیوالې ټولنې د دریدو او حمایت دعوی لرو.

ایا زمونږ حکومت د امریکا ، ناټو او ټولې نړیوالې ټولنې له بشپړ پوځي ، سیاسي او اقصادي حمایت سره د دې جوګه نه دی چې یواځې د پاکستان د مداخلې مخنیوی وکړي؟

ایا ګډ حکومت په دې استدلال او توجیه سره افغانان قانع کولی شي چې په کابل کې د هوا د ککړ والې پړه هم پر ګاونډي هیواد پاکستان ور واچوي او خپل ځان له مسؤلیته خلاص کړي؟

نه هیڅ کله نه … بلکي د افغانستان د غمیزې اصلي لامل بهرنی اشغال دی چې هغه هم د ګاونډیو هیوداونو مداخلې ته زمینه سازي کړي او هم یې داسې یو نامشروع، فاسد، بیواکه او بي کفایته رژیم پر افغانانو د بمونو په زور تپلی چې هغوئ یې د ژوند په هره برخه کې له مشکلاتو سره مخ کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

په هیواد کښې د اوسنی بحران او دردونکی حالت اصلی عاملین امریکایې اشغالګر او دهغوی داخلی حلقه بګوشه ګوډاګیان او په دوهم قدم کښې بیا په افغانستان او نوره اسلامی نړی کښې چیری چی هم په یو نه یو شکل امریکایې اشغال، جبر او ظلم روان ده هغه خلفی دواعشی خوارج د ذوالخويصرة او ابن ملجم معنوي اولاده ده چی جهاد یې و فساد ته واړوی او امریکایې صلیبی طاغوت ته چی د نفس ویستلو وروستی شیبی یې وی د نفس ویستلو نوی ساه ورکړه او امریکایې صلیبیانو ته پخپلو اهدافو کښې د رسیدو لپاره دومره مثمر ثابت شول لکه… نور لوستل »