زيد بن حارثة رضی الله عنه

1ab

له صور من حياة الصحابة نومي کتاب څخه

سعدى بنت ثعلبة دخپل قوم بني مَعْن د زیارت لپاره  روانه وه له نوموړې سره د دې کوچنی زوی زیدبن حارثة هم مل ؤ.

دا لادخپل قوم سیموته ننوتلې نه وه چي د بني مَعْن سپروچاپه پرې ووهله،مالونه یې ورڅخه واخیستل، اوښان یې ورڅخه روان کړل اولادونه یې په بند ورڅخه ونیول.

هغوپه ډله کي دوی له ځان سره یووړل یوهم د دې زوی زیدبن حارثه رضی الله عنه ؤ.

زید دامهال کوچنی هلک ؤچي دخپل عمراته کلنۍ ته ورپورته شوی ؤ.

چاپه مارانو نوموړی کوچنی دعکاظ بازارته راووست، بیعه یې پرې کېښوده،نوموړی دقریشويوشتمن حکیم بن حزام بن خویلدپه څلورسوه درهمه واخیستی.

د ده ترڅنګ یې یوه ډله نورغلامان هم واخیستل اومکې ته یې راوستل، کله چي د ده ترور خدیجه بنت خویلدخبره شوه د ده زیارت ته راغله سلام یې پرې واچاوه، هرکلی یې ورته وکړ او ډيره پرې خوشحاله شوه، ده ورته وویل: تروري! دعکاظ په بازار کي مي یوه ډله غلامان اخیستی چی هریودي پکښي خوښ وي هغه بوزه تاته ډالۍ ده، حضرت خدیجې رضی الله عنهاد غلامانو مخونوته په ځير،ځير وکتل، د هغوی له جملې څخه یې زید بن حارثة ځان ته غوره کړ،ځکه نوموړې ته د ده د ښه والي نښې نښانې څرګندې شوې اوله ځان سره یې روان کړ.

ډير وخت تیرنه شو چي حضرت خدیجې رضی الله عنها له محمدرسول الله    ﷺ سره واده وکړ،نوموړې غوښتل چي حضرت محمد     ﷺ ته يوه تحفه هدیه کړي.

هغه مهال چي دابختور غلام دحضرت محمد    ﷺ په تربیه کی ګرځیدی راګرځيدی د ده دقيمتي صحبت برتري ورته حاصله وه، د ده له ستروعاداتوڅخه برخمن کیدی، د ده په ورکتیاسره د ده دمغمومې مور،نه اوښکي وچيدې، نه یې ژړاتم کیده اونه یې زړه آرام کاوه، د دې پرافسوس اوغمونودې خبري نورهم غمونه ور زیاتول چي دانه وه خبره چي ژوندی دی، دا یې امید وساتي اوکه مړ دی دا ورڅخه ناهیلي شي؟

د نوموړي پلارپه هره مځکه کي ورپسي وګرځيد، له هرکاروان څخه یې پوښتنه وکړه، د ده درد ته یو داسي شعر دجوړولوزمینه برابره کړه چي اوریدل یې سينې کبابوي،ځکه ده به ویل:

زه پر زیدباندي ژړا کړمه له کړويې خبرنه یم

چي ژوندی دی اوکه مړدی له حالویې خبرنه یم

خدایږو هیڅ پرې خبرنه یم په لټون یې شومه ستړی

چي پرسمه که پرغرو دی له هغویې خبرنه یم

لمرله خپلوراختوسره یوځای د ده یاد راوړي

لمرلویدل یې هم رایادکړي له کیسویې خبرنه یم

زه پراوښ پسي سپریږم  ټوله مځکه پسي غواړم

اوښ به ستړی شي کنه له ستړویدویې خبرنه یم

زه به مړکه به ژوندی یم هرساه کښ لره فناشته

خدایږده کله به پيداشي له وختویې خبرنه یم

يادونه : دشعر مفهوم په شعر کټ مټ نه دی ژباړل شوی «ژباړن»

د حج په موسم کي دبیت الحرام دحج په نیت باندي د زید څوتنه قومیان ولاړل،دوی چي کله پرکعبه باندي طواف کاوه په ناڅاپي ډول زیدته په مخه ورغلل، دی یې وپيژاند، ده هم وپيژندل، پوښتنې ګرویږنې یې سره وکړې، دوی چي کله دحج مناسک اداکړل بیرته خپلوسیموته راستانه شول، حارثة ته یې د خپلوسترګولیدلي او دغوږواوریدلي څه بیان کړل.

ډيرپه بیړه حارثة خپله سوارلۍ برابره کړه هغه مال یې له ځانه سره واخیست چي دخپل زړه ټوته او دسترګوتورپرې راخلاص کړي،له نوموړي سره د ده ورورکعب هم ملګری شو، په ډيره چټکۍ سره دمکې لورته ولاړل، چي کله هلته ورسیدل محمدبن عبدالله رضی الله عنه  ته ورغلل ورته ویې ویل : ای د عبدالمطلب زويه! تاسو دخدای ﷻ دکعبې ګاونډیان یاست،تاسودسائل مرسته کوئ، وږو ته خوراکه ورکوئ او د غمجن استغاثه اورئ،موږ تاته دخپل هغه زوی په باره کي راغلي یوچي له تاسره شتون لري،له ځان سره مویوه اندازه مال هم دفديې په نیت راوړی، له موږسره نیکي وکړه چي څومره ستازړه وي په هغومره مال يي راکړه.

محمد     ﷺ : زه به دی تاسوته راوبولم، تاسوزما اوستاسوترمينځ په غوره کولوکي خوښي ورکړئ که یې تاسوخوښ کړاست له ماله پرته ستاسو شو اوکه یې زه خوښ کړم بیاوالله که زه هغه څوک یم چي څوک ماغوره کوي زه اعراض ورڅخه کوم

دوی وویل: تابیخي ډيرانصاف وکړ.

حضرت محمد     ﷺ زید را وبلی او ورته ویې ویل: «داڅوک دي؟»

زید: دازماپلار حارثة او دامي تره کعب دی .

محمد      ﷺ : «ماتاته خوښه درکړې : که دي زړه وي له دوی سره ولاړشه اوکه دي له ماسره اوسیدل زړه غواړي دلته اوسه»

زید: بې له ځنډ اوتردد څخه وویل: نه! له تاسره اوسیږم

حارثة : زیده! خوارشې ته ترمور اوپلار غلامي ته ترجیح ورکوې؟!

زید: ماله همدې سړي څخه يوڅه لیدلي، زه هيڅکله ورڅخه جلاکيدونکی نه یم

کله چی محمد     ﷺ له زیدڅخه تیر جریان ولید ترلاس یې ونيوبیت الحرم ته یې وایستی په حجره کی یې دقریشو دیوې ټولۍ په وړاندی ودراوه او ویې ویل: ای دقریشو ډلي! تاسو ګواه اوسئ دا زمازوی دی، دی له ما او زه له ده ميراث وړم

د نوموړی دپلار اوتره زړونه ښه شول،دی یې د محمد بن عبدالله      ﷺ په کور کي پریښود، دوی خپل قوم ته په ډاډه زړه او پوره خوښي سره ستانه شول

له همدې ورځي وروسته زید بن حارثه د زیدبن محمد     ﷺ په زوی سره یادیدی، دانوم ترهغودوام وکړ آن چي رسول الله      ﷺ مبعوث شو، اسلام تبنی  «زوی نيونه»باطله کړه ځکه دا آيت نازل شو: اَدْعُوْ لِأ بَآئِهِمْ (سورة احزاب۵)له هغه وروسته په زیدبن حارثة سره بیا یادشو

کله چي زید محمد     ﷺ تر مور اوپلار خوښ کړ، نوموړی نه پوهیدی چي کوم غنیمت یې ترلاسه کړی، دی نه پوهیدی چی کوم سردار ده په خپل کور او کورنۍ کي ځانته غوره کړی، هغه د اولنو او وروستنوسردار او ټول مخلوق ته د خدای ﷻ له لوري استازی «رسول »دی

د ده په خیال کي دانه ورګرځيده چي آسماني حمکراني به پرمځکه برپایه کیږي، له مشرقه تر مغربه به ټول ځایونه له عدل، انصاف اونيکي څخه ډکوي او دهمدې ستر دولت دبناء لومړنۍ خښته به دی وي

له دې پورتنو خبرو څخه یوې هم د زید په ماغزوکي ځای نه درلود بلکه دا دخدای ﷻ فضل ؤ هرچاته چي وغواړي ورکوي يې خدای ﷻ دعظيم فضل څښتن دی

هو! په همدې غورونې له لږو کلوتیريدلو وروسته خدایﷻ محمد     ﷺ له حق اوهادي دین سره راولیږی زیدبن حارثه دهغوخلګوپه لومړي کتار کي ؤچي پرده یې ایمان راووړ

آیاتردې به هم بل لوړ غوراوی وي چي سیالان سیالي سره په کښي وکړي؟!

زیدبن حارثة درسول الله     ﷺ د اسرارو امين،د سریوامیر وګرځيداوکله چي به حضرت محمد     ﷺ له مدینې څخه ولاړ نوموړی یوله هغوکسانو څخه ؤ چي دکفيل په حيث به یې پریښود

لکه څرنګه چي زید بن حارثة رضی الله عنه نبي کريم     ﷺ ترخپل پلار او مور غوره کړ، رسول الله     ﷺ  هم مينه ورسره درلوده، دی یې په خپلي کورنۍ او زامنو ګډکړ، چي کله به غائب ؤ د نبي کریم     ﷺ به ورته تلوسه وه اوکه به راغلی په راتګ به یې خوشحاله کیدی، په  داسي توګه به ورسره مخامخ کیدی چي دغسی ونډه به بل هيچانه وي ورڅخه لیدلې

دادی حضرت عائشه  رضی الله عنها موږته دیوه هغه مشهد انځور ګري کوي چي رسول الله     ﷺ د زید په ملاقات سره دخوښي اظهار کوي، دې وویل: زیدبن حارثه رضی الله عنه په داسي وخت کي مدينې ته راستون شو چي حضرت محمد     ﷺ په حجره کي ؤ، نوموړي دروازه وټکوله، نبي کریم     ﷺ په داسي  ډول ور ولاړشو چي له نامه ترځنګنوپټ،نور ټول لوڅ ؤ، د دروازې لورته په داسي بیړه ورغلی چي څادر ورپسي کشیدی، غیږ يې ورکړه ښکل یې کړ، والله که مارسول الله     ﷺ نه ترهغه مخته اونه وروسته لوڅ لیدلی وي، له زید سره د رسول الله     ﷺ دميني خبره د مسلمانانوپه مينځ کي مشهوره شوه اومسلمانانوبه نوموړی«زیدبن حب» باله اود«حب رسول الله     ﷺ»لقب یې ورکړ اوله ده وروسته یې د ده زوی «اسامة» په حب رسول الله او ابن حبه» سره ونوماوه

دهجرت په اتم کال دخدای ﷻ خوښه وه چي دوست د دوست په بیلتون و آزمويي، هغه داسي چي رسول الله  ﷺ دحارث بن عمير الأزدي په لاس یوليک بصری واکمن ته ورولیږی، او داسلام لورته یې بلنه ورکړه، حارث چي کله د اردن په ختيځ کي«مؤتة»ته ورسید دغساسنة یوامير شرحبیل بن عمرو ورته را وړاندي شو نوموړی یې ونیو کلک یې وتړی، وروسته ور وړاندي شو سر یې ورڅخه پرې کړ.
داخبره پر رسول الله    ﷺ ډيره سخته تمامه شوه ځکه تردې وړاندي د ده استازی نه ؤ وژل شوی، نویې درې زره کسيزلښکر تیارکړ دلښکر امير یې خپل دوست زیدبن حارث وټاکی او ویې ویل : که چيري زید شهیدشو قیادت به دجعفر بن ابي طالب وي، که هغه هم شهیدشو مسؤليت به عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  ته سپارل کیږي، که هغه هم شهيدشو بیادي مسلمانان په خپله له خپل منځ څخه یوکس وټاکي.

ذکرشوی لښکر روان شو آن چي د اردن په ختيځ د«معان» سيمي ته ورسید، د روم ستر واکمن «هرقل» سمدستي له غساسنة  د دفاع په منظور یو ليک پوځ ته راولیږی، نوموړي لښکر ته د مشرکو عربانو یولک نور جنګيالي ورګډشول او دي سيلابي لښکر دمسلمانانو ځایونوته نژدې واړول

مسلمانانوپه «معان » کي دوې شپې واړول اوپردې يي مشوره سره کوله چي څه به کوي يوکس وویل: رسول الله    ﷺ ته به ليک واستوو، زموږ د دښمن په شمير به یې خبر کړو او د ده دامر انتظار به وباسو

بل وویل: ای خلګو! والله که موږ  د شمير، ځواک یا ډيرښت په اتکاء جګړه کوو، بلکه د دغه دین په کرامت سره جنګيږو، دڅه لپاره چي راوتلي یاست په هغه پسي درځئ، لوی خدای ﷻ موپه دووکي دیوه بري ضامن دی : یابری یاشهادت

وروسته دمؤتة پرمځکه دواړي ډلې سره وموښتې، مسلمانانوداسي جګړه وکړه چي رومیان یې حیران کړل، له دې درې زره کسیز لښکره څخه يي زړونه له ویري ځکه ډک شول چي د دوی له هغو لښکرو سره یې د ډغرو تکل درلود چي دوولکوته یې شمیر رسیدی

زیدبن حارث رضی الله عنه درسول الله     ﷺ له بیرغ څخه داسي دفاع وکړه چي داتلولیو دمیدان تاریخ یې مثيل نه شو وړاندي کولای، آن چي تن یې سلګونو نیزو څيري کړ، پرمځکه په داسي حال کي راپریوت چي په خپلووينوکي یې لامبووهله

له نوموړي څخه بیرغ جعفربن ابي طالب رضی الله عنه واخيست هغه هم ډيره دپام وړ دفاع ورڅخه وکړه چي بالاخره دخپل ملګری په سرنوشت اخته شو

ورپسې بیرغ عبدالله بن رواحة رضی الله عنه ته په لاس ورغلی هغه هم په پوره ميړانه متانت سره دفاع ورڅخه وکړه چي په نتیجه کي یې هغه څه ته ورسید چي د ده دوه ملګري ور رسیدلي وو.

خلګوپه وروسته کي دلښکر امیرنوی مسلمان شوی خالدبن ولید رضی الله عنه وټاکی، نوموړی هغه لښکر ته دبري لاره وموندله چي ماتي یې حتمی بریښيده

رسول الله     ﷺ ته د مؤتة اخبار ورسیدل ، د درو قائدانوله شهادته خبرشو،دومره سخت ورباندي غمجن شو چي دغومره غم وړاندي هيڅ نه ؤ ورته پيښ شوی، دهغوی کورنیوته ورغلی،تعزیه یې ورته وکړه، کله چي د زید بن حارثه کورته ورغلی دنوموړی کوچنۍ لورپه داسي حال کي ورپوری وموښتله چی له ژړا شنه وه، رسول الله     ﷺ هم وژړل آن چي ږغ يې پورته شو، سعدبن عباده رضی الله عنه ورته وویل: یارسول الله ! ﷺ داڅه دي ؟! رسول الله     ﷺ وویل: دا د دوست ژړا ده پرخپل دوست باندي»

 

را أخيستنه : مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.