نظــر

د اسلامي نړۍ اشغال

ليکنه: حبيب الرحمان ‹‹وبيص››

يو ورور ليکلي :دوه معيارونه:

فرانس د جرمني د اشغال مقابله کوي = مقاومت

په يوروپ کې يهودان د نازي يرغل په وړاندې جنګيږي = مقاومت

افغانان له امريکايي اشغال سره په مبارزه دي = تروريزم

فلسطینيان د اسرائيلي اشغال مقابله کوي = تروريزم

ماورته ځواب کې وليکل : يوازې موږ نه بلکه، ټوله اسلامي نړۍ اشغال ده هيوادونه مو اشغال دي، دين مو اشغال دی، فکر مو اشغال دی دغسې نور، خو زموږ د دفاع او د فرانس دفاع د جرمني په وړاندې، دغسې د يورپ دفاع د نازي په وړاندي لوی توپیر سره لري.

هغه دا چې، هغوی که د ځان څخه دفاع کوي او جنګيږي خو د وخت موافق به جګړې ته دوام ورکوي، د مقابل لورې دکروز توغندي ځواب به په کروز ور کوي، د باليسټک ځواب به ترهغه په لوړه مصافه باليسټک توغندي ورکوي، د هاموي ځواب به يې په هاموي ورکوي، نظامي کچه که يې تر مقابل لوري مضبوطه وه البتته کمزورې خو به بېخي نه وي، مګر زموږ روانه مبارزه له هره اړخه کمزورې او د ناکامۍ ښکار ده، ځکه موږ د خپل وخت هيڅ دفاعي ځواک نه لرو، همدغه لامل دی چې د جګړې په ميدان کې د پښتون او افغان و ينه ارزانه او بې قېمته ده، دوی دلته راغلي او يرغل يې کړی، بايد هيڅ نوعه پرمختګ وه نه کړي، هره دسيسه يې بايد شنډه او خنثاء شي، خو اوس که دوی يو ختميږي مقابل به يې موږ يو په لس ورسره ختميږو، داڅنګه کېدای شي؟ او ولي کيږي؟ځکه لامل يې د دوی نظامي پېاوړتیا او د دوی يووالی دی، ځکه خو همدا کافر قوتونه په اجنبيت کې پر موږ باچاهان دي، زموږ فکري، نظامي جګړه پر مخ وړي موږ يې نن ورځ له هره اړخ زخمي کړي يو ، زموږ د فکر جګړه نن ورځ دوی مهاروي، نتېجتاً موږ خپل فکر کلتور هر څه بدلوو دا موږ چې نن ورځ په خپل تهذيب باندې بې باوره يو اسلامي بڼه راته يو قسم عار ښکاري دا هم د دوی د نظامي، فکري او د ښه يووالي پېاوړتېا له امله، چې په موږ کې يې هغه خپل رسم او رواج داسې پلی کړی چې موږ يې په کولو يو رنګه فخر محسوسوو او د فخر ښکارندوينه کوو.

فرانس او يورپ له ښه نظامي ډګر ساتنې سره سره نن ورځ د نوي سائنسي تهذيب په سرلارو کې هم راځي، اقتصاد يې په نړۍ کې ساری نه لري دغسې يې خپل کلتور لکه غمی داسې ساتلی.

مګر موږ که يو خوا له اقتصادي او مذهبي اړخه کمزوري يو دغه رنګه په نظامي ډګر کې هم تل دبل د کروز ځواب په لوټه سره ورکوو، نوی سائنس او د وخت د پريکړو موافق تخنيک راته کفر ښکاري، دين مو تر دې کچې پاشلی چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دوه سره په يوه خوله نه يو، په يوه اسلام کې زر ډلې پيداشوې خپلمنځي اختلافات مو تر سر سربېره دي ځکه خو مو هيوادونه، فکر او کلتور بل يرغمل کړي، هيڅ اسلامي هيواد خپل خودمختاره قانون نه لري بلکه، تل د بل غلام پاتې شوی ځکه دا دوخت پرېکړه ده،او دابه تر هغو پورې بدله نه شي ترڅو چې موږ ورسره بدل شوي نه يو.

دا يوستر حقيقت دی چې اصلن کې هيڅ مسلمان هيواد د بل قانون ته ژمن نه دی، مسلمان ته تر قرآن او د نبي ص تر منهج بل هيڅ قانون لوړ نه دی امه، دا چې نن ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې د قرآن او اسلامي شريعت پر ځای د لارډ مېکالي قانون ترغيبيږي او عملی کيږي دا د مسلمان خپل ځاني قصور دی، مسلمان خپله ځان داسې حالت ته رارسولی، يوازې دانه بلکه ، مسلمان نن ورځ هر ځای دبل لاحق او مخدوم دی، يووخت وو نورو به له مسلمانه تهذيب او تمدن زده کاوه، مګر نن ورځ مسلمان خپل هرڅه له لاسه ورکړي او هير کړي، د خپل تمدن پر ځای د بل د تمدن د زدکړې په لټه کې دی، مسلمان ته نن يوه لار پاتې ترڅو ځان دبل له اشغاله خلاص کړي هغه جهاد دی خو جهاد ته بايد د خپل وخت مطابق توکي او اسلحه برابره شي دا چې مسلمانه! ته ترواسه د پوټاشيم او يورانيم له کيمياوي فارمول سره اشنا لا نه يې څه چې بېا يې جوړول او کارول دي، زموږ مقابل لوري ته اول خو دا څه چې فارمولې يې ورمالومې، بلکه جوړوي يې بېا يې د بي باون او کروز توغندي په شکل کې له بله هيواده تا په خپل هيواد کې په نښه کوي او له منځه دې وړي اسلامي نړۍ که رښتيا غواړي چې ورځ يې بدله شي ، او دداسې دردونكو حالاتو څخه يې څښتن تعالی بري كړي.

نو مسلمانه! پکارده چې لومړی بايد خپل ځان او اسلام اصلاح کړو، په خپلو ځانو كې د بدلون د راوستلو ټينګ عزم أو پخه اراده وكړو.

ځكه چې د څښتن تعالی ذات هيڅ نه بدليدونكی سنت او قانون دی، د سوره رعد په (¹¹)آيت کريمه کې راځې : ” إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ ما بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا ما بِأَنْفُسِهِمْ” . يانې : بې شكه څښتن تعالى د كوم قوم حالت نه بدلوي، مګر تر څو پورې چې هغه قوم خپله خپل ځانونه بدل نه كړي .

دآيت کريمه په تائيد کې که مسلمانان لكه مخکې چې مو ووېل هر څومره د څښتن تعالى د دين لور ته ورنږدې كيږي په هغه پيمانه سره به څښتن تعالى زمونږ سره مرسته كوي، هغه خپله حقه لار او مسير به نور هم راته روښانه او اسانه کوي . که داسې وکړو مسلمان نسل به تل په دنيا او آخرت كې د عزت او کاميابۍ خاوندان شي .

مسلمانان بايد خپله ځانته لار هواره کړي او په دې پوه شي چې زموږ د خلاصون يوازنۍ لار د خداي دين ته راګرزيدل دي، خو ددې نه پرته په كومه بله لاره كي د عزت أو ژغورني لـټول هسې بې ځايه او عبث خواري ده.

جهاد د مسلمان شتمني ده، مګر د وخت له غوښتنو سره مسلمانان بايد خپل ژوند کې بدلون راولي نوي نوي فکرونه او تيورۍ ومني بېا يې په عملي بڼه و پوښې.

يووخت وو توره ، ډال، او غټ برېتونه غيرت بلل کېده، مګر نن ورځ ټيکنالوجي د خپل وخت لوی غيرت دى، هغه هيواد او مسلمان به غيرتي وي چې د خپل ايمان له غټې پيمانې سره سره اټومي او کېمياوي غيرت هم ولري خو دا غيرت عصريت او نوى تهذيبي، مدني پوهاوى غواړي مسلمانه! پښتونه! دخوځښت او نوښت وخت دى را ويښ شه حرکت وکړه د وخت قدر درناوى وکړه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x