نظــر

هلال له مړینې وروسته پر انټر کانټیننټل هوټل برید کړی

عاکف مهاجر

د ملي امنیت عمومي ریاست د رسمي پانې له لوري یوه ویډیو نشر شوې چې د انټر کانټیننټل د یو برید کوونکي پلار ته یې نسبت کیږي هغه وایي ځوی مې پاکستان کې یوه مدرسه کې وو او هلته یې روزنه تر لاسه کړې.

دغه ویډیو کې د عبدالقهار په نوم د یو فدايي سرتیري پلار وایي چې زوی یې له چمن څو ځله ورسره په موبایل خبرې کړي او وروستی ځل یې هم د هغه له برید وروسته چمن ته ورغوښتی او هلته یې د هغه کالي او څه نور شیان ورکړي.

زمونږ له لیدلو او اوریدلو چې کله هم کوم طالب په سرتیري یا بل برید کې و وژل شي د هغه مشران او د برید تنظیموونکي که هر څومره سخت شرائط هم وي د هغوی کور ته یا هغې سیمې ته نږدې ورځي هلته یې راغواړي او د زوی له شهادت یې خبروي بلکې اکثر وخت له برید مخکې یې لا کورنی خبره وي چې ځوی او قریب یې د داسې برید لپاره اراده لري.

هغه طالب چې تل پرې د پاکستان تور پورې شوی وي بیا هم له هیواد بهر پاکستان ته د خپل وژل شوي ملګري کورنۍ غواړي او هلته ورسره لیده کاته کوي او د هغه د شهادت خبر ورته رسوي ایا دا به کوم د عقل خاوند ته د منلو وړ وي.

د یو هیواد عمومي استخباراتي اداره دومره ناخبره ده چې د څو کلونو پخواني بریدګر انځور یې نشر کړی چې په هرات ولایت کې یې د امریکا پر قونسلګری سرتیری برید کړی.

تاسو څه فکر کوی دغه د فیل په غوږ کې ویده د غرب کرایه شوي شراب خواره به هیواد څنګه وساتلی شي څنګه به وکولای شي چې د ګاونډیو مخه ونیسي تر څو یې له هیواد لاسونه پرې شي.

ملي امنیت چې دومره ویده وي چې کلونه پخوانیو باندې بیا بیا بریدونه کوي نو خود به یې د پوزې لاندې دومره ستر بریدونه کیږي چې تاسو یې تیره ورځ شاهد وی چې کابل کې ترسره شو بلکې د سترګو او بڼو ترمنځ یې وو.

دوی یواځې د ولس غولونې لپاره دا هرڅه کوي تر څو د ولس په سترګو کې خاورې وشیندي او دوی دومره پیاوړي وښیي چې دومره زر یې دبرید عاملین او د روزنې ځای پیدا کړلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x