ټولنیزه برخه

زما سوې کړیکې

د ټولنیزو اړیکو له ویب سایټونو مخکي خلک په بحثفورمونو کې په بيخونده بحثونو او جدلیاتو بوخت وو، اوس په فیسبوک، ټویټر، ګوګل پلس او نورو کې، ډیره کمه سلنه ګټور یاعلمي بحثونه شتون لري نور ټول بحثونه شخړې، سپکې سپورې او ښکنځلي دي، او بده یې لاداده چې سره بوخت لوري دا کار سیاست، د ولس خدمت، وطن جوړول او یا جهاد بولي!! او په حقیقت کې دا کارونه ټولې منفي او سلبي کړنې دي. له لوی شر پرته هیڅ ګټه او خیر نلري.

داد فیسبوک نشیي ځوانان که په داسي شخړییزو اړیکو کې رالوی شي دوی به د یوه بل پر خلاف له عقدو او کینو پوره چارج شوي او په راتلونکو وختونو کې به په ټولنه کې د سترو فتنه ګرو او غټو پساتیانو رول تر سره کوي، نو د دا جهل ځپلې او له عقدو او کینو ډکې جګړه مارې ټولنې دي الله مل شي، الله ښه پوهيږو چې د دې سپیره او په سلو بلاوو اخته او درنو فتنو کې راګير قوم راتلونکی برخلیک به څه ډول وي؟ !!

ګرانو ځوانانو! ځولۍ درته غوړوم د الله په پار په پخپلو ځانونو، خپله اینده او خپل ولس رحم وکړئ، زما دوه خبرې واورئ ښه غور پرې وکړئ او که یې عملي کړئ نجات به مو ترلاسه کړی وي هغه دا چې که په هرفن او شق کې یئ د علم لاره ونیسئ او په علم کې ژورتیا او کره توب ترلاسه کړئ او بله خبره دا چې مثبت واوسئ مثبت فکر خپل او عام کړئ، دا په څه چې تاسو لګیا یئ دا ډیر کلونه یې له شر او پسات پرته بله ګټه نده کړې.

او ای د شخړو او فتنو مبارزینو تاسو به ځانونه ملي مبارزین بولئ خو الله مو ویني چې تاسو ملي فتنه ګر یئ تاسو د تشذهنه او ساده ځوانانو په پاکو ذهنونو کې د علم او مثبت فکر پر ځای فتنې، شخړې، پساتونه او عقدې کرئ، له الله وويریږئ تاسو هم د دې ولس زامن یئ خپلې ټولې کړنې تر دقیقې محاسبې لاندي ونيسئ د فتنو، شخړو، کینو او عقدو لاره پریږدئ ځوانان علم او مثبت فکر ته راوبولئ. الله ته شاهد یې چې زه خلکو ته د دنیا او اخرت ښه او خیر خوښوم.

حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x