
خــــــــوب / شاعر مزمل
شاعر : حـضرت يوســف مـــزمل
سخت ګـزار خوړلى غليـــــم داسي دى
نــور په ګــونډو شـــوى غليــــم داسي دى
درس د عبـــرت ورکړ مجاهــد اشــــنا
ښه خـــداى شـــرمولى غليــــم داسي دى
بيــا به دلــته سوچ د يــرغل ونـــکړي
دا چې نــاکام شــوى غليـــم داسـي دى
ســره تبــۍ شوه ځــمکه د افغـان ورته
اور کــې سوځېدلــى غليـــم داسي دى
مـنډو بانـدي سـر ده په راتــلو پښېمــان
دلــته زلـــيل شـــوى غليــــم داسي دى
لاره د وتــــــلو ترېــــنه ورکه ده
ځــکه خو ګير شـــوى غليـــم داسي دى
نـــور به مـــزملَ خپـــلواکي راځــي
مـــا په خـــوب ليــدلى غليــــم داسي دى