fbpx

عیسائیت په افغانستان کي (۲٣)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د افغاني مرتدینو د مشر حسین اندریاس د کابل پریس سره مرکه

http://kabulpress.org/my/spip.php?article716

حسین اندریاس د افغاني مسیحیانو مشر دی په دې ویب پاڼه کي یې ټول حال شته

حسین اندریاس چي خپل ځان د افغاني مرتدینو مشر بولي په ۲۰۰۷ میلادي کال کی یې دغه مرکه کړېده او بیا په ۲۰۱۴ میلادي کال کي په کابل پریس کي خپره شوه، دا مرکه د کرسمس په مناسبت خپره شوه، حسین اندریاس چي د افغاني مسیحیانو د تلویزون، راډیو ګانو او ویب پاڼو هرڅه مسؤله دی داسی مرکه یې کړیده:

حسین اندریاس:

نوم مي حسین اندریاس دی، پر۲۳ دجون په ۱۹۶۵ کال کي د هندوستان په بمبیی ښار کي پیداشوی یم، بیا د کوچنوالی څخه په کابل کي وم، په ۱۹۸۰ میلادي کال کي یوه خارجی ماته یو څو پاڼې راکړې ما فکر کاوه چي د کمونیزم په هکله به وي خو هغه د مقدس کتاب (بایبل) انجیل متي او انجیل لوقا وو. او بالاخره په ډهلي کي د اکتوبر پر ۱۴ په ۱۹۹۰ کي زه عیسایي شوم.

کابل پریس:

ایا تاسی راته ویلای شی چي څومري افغانان عیسایان شوی او په کوم تعداد سره په داخل کي د هیواد دي؟

حسین اندریاس:

طالبان چي کوم تعداد په رسنیو کي ذکر کوي هغه یولک ۱۰۰۰۰۰ دی خو زما په فکر سره د۵۰۰۰- ۱۰۰۰۰ پوري دي، خو مهمه نقطه داده چي اکثره افغاني عیسایان په داخل کي د افغانستان دي، او خپلې کلیساوي لري او کله کله د رسنیو سره مرکې هم کوي.

کابل پریس:

د افغاني عیسایانو ژوند په افغانستان کي څنګه دی؟ ایا دوی په ښکاره سره دا اعلان کولای شی چي موږ عیسایان یو؟ ایا دوی په اساسي قانون کي کوم حقوق لری؟

حسین اندریاس:

دا چي ټول افغاني عیسایان مخکي مسلمانان وه او کورنۍ یې مسلمانې وې نو نشی کولای په ښکاره سره خپل فعالیت وکړي، خو د حکمت او پوهې څخه کار اخلي، لکه عبدالرحمن چي اعلان وکړ بیا مذهبي مشرانو هغه کافر او مرتد کړ، پر دولت ډېر نړیوال فشار راغی او بیا دولت اعلان وکړ چي عبدالرحمن لیونی دی، دوی داسی دی لکه یوسف ارمتیا او نیقودیموس چي په انجیل کی یې بیان شویدی، تر هغو پوری په په پټه سره کوښښ کوي تر څو خدای اجازه ورکوي.

کابل پریس:

هغه افغاني عیسایان چي په خارج کي دي څنګه فعالیت کوي او کومې ټولنې لري؟

حسین اندریاس:

هغه افغاني عیسایان چي په خارج کي دي دوی ډېرې ټولنې لري، لکه (اجمتاع مسیحیان افغان) صرف په پاکستان کي په مخفي ډول سره او په نورو هیوادونو کي لکه هندوستان، آسترلیا، هالنډ، المان، انګلیستان، ناروی، شرقی اروپا، اطریش، کانادا، امریکا او په نورو ځایونو کي په ښکاره سره فعالیت کوی او خپل ویب پاڼې لري لکه:

http://www.khudawand.com/
http://www.afghanchurch.net/
http://www.afghansearch.comn/

د حسین اندریاس د مرکې لنډ ټکي نور دادي:

په پاکستان کي یو افغانی چي عیسائیت قبول کړي ۵۰۰۰۰ کالدارې ورکول کیږي، د هر عمر خلکو عیسائیت قبول کړیدی حتی ۶۰ کلن، ۵۰ کلن او ۸۰ کلن، په لویدیځ کي ۳۰ ٪ عیسایان دي خو تر ټولو زیات په چين کي دی، زه په دې فخر کوم چي افغان یم او عیسايي یم، تاسی زموږ په تلویزون کي د دسمبر پر ۲۴ ولیدل چي څومري ځوانان عیسایان شول، له خدایه غواړم چي په افغانستان کي ازادي راشي او کتاب مقدس (بایبل) وایم، او مسیحي سندرې وایم، په افغانستان کي کلیساوي زیاتې شته لکه په کندهار، هرات، مزار شریف، جلال آباد، بامیان، غزني، کابل ، تخار او پکتیا، دا ضروري نه ده چي موږ د نورو کلیساو په شان کلیساوي تعمیر کړو او صلیب پر و دروو، موږ افغاني عیسایان د مختلفو مرستندویه مؤسسو له لوري د خلکو خدمت کوو، او خلک و عیسائیت ته تبلیغوو.

اصلاً افغانان چا مرتد کړل؟

افغانان هیچا نه دی مرتد کړي بلکې بهرنیو مؤسسو مرتد او یا ملحدین کړل، په دستوري ډول سره په یوه بهانه او په بله بهانه راځي او بیا خلکو ته پیسې مخکي کوي او لومړی یې په عیاشې اخته کوي، بیا یې پخپل دین کي مشکوک کوي کله چي اسلامي تعلیم نه وي نو چي هم عیاشي+ فحاشي+ بربنډتوب+ روپۍ+ ازادي= ارتداد، الحاد

نور بيا..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د