افغانستان

د ټرمپ له انکار سره؛ ناټو وايي د سولې هڅې دې دوه برابره شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر جګړه ټینګار کړی او له طالبانو سره يې هر ډول خبرې رد کړې، خو هم مهاله د ناټو سرمنشي وايي د سولې لپاره هڅې باید دوه برابره شي.

ینس سټولنټبرګ د کابل د وروستیو پېښو په تړاو پخپلو خبرو کې وویل، اوس تر بل هر وخت سولې ته ډېره اړتیا ده.

د هغه په خبره سوله یوازینۍ لار ده، چې افغانستان پکې د ثبات څښتن کېدای شي، ځکه خو باید په دې برخه کې فعالیتونه ګړندي شي.

هغه پر دې سربېره د امنيتي ځواکونو پر ملاتړ ټينګار کړی او ويلي يې دي، ناټو ژمنه ده چې خپلو افغان ملګرو ته ښه روزنه ورکړي.

سټولنټبرګ وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، له طالبانو سره هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دی.

امریکايي کارپوهانو د ټرمپ پرېکړه حيرانوونکې بللې ده، رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې تر څو ورځې وړاندې هم ټرمپ پر دې اعتراف کاوه، چې طالبانو ته له نظامي لارې ماتې ورکول ناشوني دي، خو نن يې له هغوی سره د مذاکراتو درولو اعلان وکړ.

دغه امریکايي چارواکی وايي: «دا هېڅ امکان نه لري، چې د سولې خبرې دې په بشپړه توګه ودرول شي.»

افغان چارواکو تر اوسه د ټرمپ او د ناټو د سرمنشي د څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x