افغانستان

په ژړۍ کې اربکیان او ملي اردو د خلګو کورونو ته اوړي

نن ټکی آسیا: د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت لري چي ددوی کورونو ته ملي اردو او اربکیان بې سلا او خبره کورونو ته ور اوړي، او په نا څاپي ډول یې کورونه تالاشي کوي، او که څه قیمتي شی په لاس ورشي، هغه هم له ځانه سره وړي.

د نن ټکی آسیا همکار ته د ژړۍ ولسوالۍ د سیاچوی کلي اوسیدونکو وویل چي دوی د ورځي له کوره وتلي وي، خپل په ځمکو کې کارونه کوي، او کور کې یو نارینه هم نه وي،

په داسي وخت کې اربکیان او یا د ملي اردو هغه عسکر چي همدلته د امریکایانو په جوړ شوي فوځي مرکز کي میشت دی، ددوی کورونو ته بېله دې چي څوک خبر کړي، او یا پر ماشومانو او ښځو د پردې غږ وکړي، ور ننوزي، او تالاشي اخلي.

هغوی زیاته کړه چي مونږ له ډیره وخته د خپلو کلیو څخه شړل شوي وو، ځیني د ښار خواته تللي وو، ځیني هلمند او ځینو نورو اطرافي کلیو ته چیري چي لږ ارامي وه، پناه اخیستې وه، خو اوس چي امریکایان له سیمي وتلي، د کلي اکثره هغه خلګ چي لا یې ځمکه سالمه پاته ده، خپل د ځمکو د بیا کرهني لپاره کلي ته را ګرځېدلي، خو اوس هم د اربکیانو او ملي اردو له لاسه په ښه زړه خپل کارونو ته نه شي تللای.

دا سربېره پر دې چي د همدې مرکز اوسیدونکي او اربکیان د کلي څخه په زوره وچه ډوډۍ او کتغ ټولوي، او خلګ په لارو کوڅو کې تنګوي.
هغه اوسیدونکي چې خپلوان یې په ښار، یا پاکستان کې اوسیږي، هغوی همیش خپل قریبانو ته دا توصیه کوي چي د کلي په خوا را نه شي، ځکه چي دلته یې بیا اربکیان تنګوي، او چي لږ یې شک په راشي چې یو څه ځیني اخیستل کیدای سي، بیا یې په مختلفو بهانو باندي له ځانه سره بندي کوي، او د را خوشي کیدو لپاره یې د کلیوالو څخه په زوره پیسي اخلي.

په دغه کلیو کي اوسیدونکي وايي چي دوی له همدې کبله خپل قریبان له ډیرو مودو نه ویني، او یا د هغوی د لیدو لپاره خپل کار پرېښودلو ته مجبوریږي، او له کلي څخه دباندي ورسره ویني.

هغوی زیاته کړه چي د تالاشیو او په هغه کي د اربکیانو د غلا له کبله دوی اړ دي چي خپل قیمتي شیان لکه زر، نغدي پیسې، او تاریاک په خوندي سیمو کې خپل د قریبانو سره وساتي.

باید وویل شي چي امریکایانو د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې د ولسي ځواک په توګه ددې لپاره ایجاد کړه، چي ددوی د فوځي مرکزونو ساتنه وکړي، او ددوی د عسکرو مرګ ژوبله ورسره ټیټه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x