fbpx

د (نکاح هر اړخيز مسائل) کتاب چاپ سو!!!

پښتنې اسلامي ټولني ته يو بل ځلاند او تلپاتی خدمت

دا چي پښتنه اسلامي ټولنه له څو لسيزو څخه د جنګ جګړو او خپلمنځي اختلافاتو له امله تر ډېره له پښو لوېدلې ټولنه ده، چي له امله يې يو خو له کتاب او قلم سره د اړيکو پاللو او په مټ يې د ژوندانه د نېکمرغه او سوکاله کولو له توان څخه بې برخي پاته سوې ده؛ له بله اړخه د همدې ژوند جوړوونکي ګام د اوچتولو زمينه هم ورته مساعده نه ده، ځکه يو خو له سره په معياري پښتو ژبه ليکل سوي کتابونه سته نه، تر څو عام وګړي ورځني استفاده وکړي او په مټ يې خپل له دردونو او مصيبتونو څخه ډک ژوند ته څه نا څه ډاډمنتيا ورپه برخه کړي؛ بيا که څه د پښتو ژبي کتابونه سته هم، نو هغه يا خو په غير معياري ليکدود ليکل سوي وي چي هر څوک يې لوستلو ته زړه نه ښه کوي او يا په ختيځ ليکدود ليکل سوي وي چي د افغانستان ډېری لوېديځوال يې له لوستلو سره هيڅ ولدتيا نه لري؛ نو له همدې امله مو همدا يو نه ستړی کېدونکی ګام پورته کړ او پښتې اسلامي ټولني ته مو يوه وړه اسلامي تحفه وړاندي کړه.

د کتاب له منځپانګي څخه:

د ټولني ستونزي او حل لاره يې

د اسلام سپېڅلی دين د ټولني د نېکمرغۍ او ښېرازۍ لپاره يو تل پاتی الهي پيغام او زېری دی، اسلام د بشري ټولني د سمبالولو لپاره په انفرادي او ټولنيزه ساحه کي دا ډول منل سوي او معياري اصول او قوانين لري چي په نورو اديانو کي نه تر سترګو کېږي، همدا لامل دی چي د نړۍ غير مسلمان ليکوالان له اسلامي او بنيادي مقرراتو او اصولو څخه په يو ډول نه په يو ډول استفاده کوي او ورځني کار اخلي.

که يوه حقيقت ته ځير سو، چي د همدې ډول زرينو قوانينو د شتون سره-سره بيا هم ولي مسلمانان د بېلا بېلو ستونزو او ناخوالو ښکار سوي دي؟ روڼ آندو څېرو او په پوهنيز ډګر کي نمايانو شخصيتونو د اسلامي ټولني د دې ستونزو بېلا بېل لاملونه ښوولي دي، چي ځيني يې په لاندي ډول دي:

يو لامل دا دی چي په نننۍ زمانه کي ډېری مسلمانانو له اسلامي لارښوونو څخه فاصله نيولې ده….

د اسلامي ټولني د بربادۍ او هلاکت بل لامل دا ګڼل سوی دی، چي: اسلام ضد نظامونو تل هڅه کړې ده او کوي يې چي مسلمانان او مسلمانه ټولنه تر بريد لاندي راولي او د هغوی خپل زرين قوانين ورته پيکه او ناچله ښکاره کړي او له حق دين څخه ليري پاته سي. کفري نظامونه تر ډېره په خپل دې شوم هدف کي بريالي سوي هم دي؛ خو متاسفانه د اسلامي ټولني وګړي بيده دي، بايد او لازمًا حقائق درک کړل سي، د خبري عمق (ژوروالي) ته ځان ورسول سي او خپل اسلامي قانون د زامو په غاښونو ټينګ ونيول سي.

د اسلامي قوانينو يوه ستره برخه يا د دين يوه مهمه حصه د نکاح مسئلو او د زوجيت (جوړه والي) اړيکو ته ځانګړې سوې ده، له ډېره وخته په دې فکر کي وم چي څه ډول وکړای سم د نکاح د مسائلو او ورسره په څنګ کي د ځينو په نکاح پوري د مربوطو مالوماتو يوه قيمتي ټولګه په دوديزه ژبه (پښتو) سره ترتيب کړم.

الله جل جلاله لره دي حمد وي، رب تعالی په همدې ستر هدف او ځلانده بريا سره ونازولم، دا دی ستاسو په وړاندي د -نکاح هر اړخيز مسائل- تر عنوان لاندي يوه ټولګه، چي تر زرو زياتو فقهي مسائلو يوه اهمترينه مجموعه ورځني جوړه سوه، ږدم.

د همدې کتاب ځيني ځانګړتياوي

دا ټولګه ځيني داسي ځانګړتياوي لري چي په نورو زياتو ليکنو کي نه تر سترګو کېږي؛ د بېلګي په ډول:

(۱):- د ټول مسئلو متن په روانه او د لوېديځ ليکدود په معياري پښتو ليکل سوی دی، له هغه سره د مذهبي مروجه او منل سوو فقهي کتابونو عربي متن د حوالې سره راوړل سوی دی، چي په لمن ليک (حاشيه) کي ځای پر ځای سوی دی.

(۲):- ټولي مسئلې په فهرست کي ذکر سوي دي؛ تر څو په ګټه اخيستنه کي يې اساني وي.

(۳):- دا چي د حروف تهجي (الف باې) په ترتيب کي يوه مسئله ژر پيدا کېږي، ځکه نو د کتاب ترتيب په همدې ډول سوی دی؛ لکه دا چي په پراخو ليکنو (موسوعاتو) کي هم تر سترګو کېږي.

(۴):- د عربي حوالو په اړه ډېره زياته هڅه سوې ده؛ څو له هغو مراجعو څخه رانقل کړل سي، چي اعراب (زور او زېر) ولري، چي ډېر (اکثره) عبارتونه يې اعراب لرونکي دي.

(۵):- ځيني هغه اصطلاحات، چي د يوې سيمي وګړي ورسره اشنا او د بلي سيمي وګړي ورسره نااشنا وي د دې ستونزي د حل او د مطلب د سهي فهمېدو لپاره د لېنديو (قوسينو) په منځ کي بله اصطلاح ذکر سوې وي.

(۶):- د حروفو او جملو په وډنه کي تر اړتيا زياته هڅه سوې ده.

خو بيا هم انسان عاجزه دی، کېدای سي ځيني لکنيزي نيمګړتياوي ولري؛ له محترمو لوستونکو څخه په ډېر احترام غوښتنه کوو چي د نيمګړتياوو د له منځه وړلو لپاره موږ ته خبر راکړي؛ څو په راتلونکو چاپونو کي يې اصلاح وسي.

د همدې کتاب د لوستلو اسانه طريقه

رب تعالی ته په لکونو-لکونو حمدونه او ستايني وړاندي کوم، چي زه يې په دې خدمت سره ونازولم او د همدې کتاب په پای ته رسولو سره يې بريالی کړم، د همدې کتاب مسائل د حروف تهجي (الف بې) د رديفونو په ډول سره وډل سوي دي، يا په بل عبارت د کتاب مسئلې د الف وباء د حروفو د لړۍ په چوکاټ کي ترتيب سوي دي؛ نو که څوک غواړي له دې کتاب څخه څه لاس ته راوړي؛ لومړی بايد د مسئلو لړليک (فهرست) ته ولاړ سي، نو لومړی به وګوري چي د غوښتني مسئله يې له کوم رديف سره سمون لري، د بېلګي په ډول: که د طلاق مسئله غواړي؛ نو بايد د (ط)، که د رضاعت مسئله غواړي؛ بايد د (ر)، که د خلعي په اړه مالومات غواړي بايد د (خ)، که د حمل په اړه مالومات غواړي بايد د (ح)، که د مهر (ولور) په اړه مالومات غواړي بايد د (م) او که د نکاح په اړه کومه مسئله غواړي، بايد د (ن) حرف ته مراجعه وکړي.

نسأل الله أن يکسوه جلباب القبول ويبلغ به کل من طالعه أو حصله القصد والمأمول بجاه سيد الأولين والآخرين سيدنا ومولانا محمد خاتم النبيين وامام المرسلين.

—ابو المنظور مولوي صالح محمد «عطشان»—

خادم دار الافتاء جامعة العلوم الاسلامية الخضرية

د نوموړي کتاب د ترلاسه کولو پتي:

۱- کندهار:

الف: صداقت کتاب خانه- ارګ بازار

ب: صداقت کتاب خانه- نوی سړک

د صداقت کتاب خانې د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۳۰۵۴۰۷

۲- هلمند:

تاج منور کتاب او قرطاسيه پلورنځی- انصاف مارکېټ

د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۴۱۲۴۲۸

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجتبی ابن المتین اخندزاده
میلمه
مجتبی ابن المتین اخندزاده

ده پروردگار منان غوارم چه یو زل بیا سپیسلی او مقدس اسلامی نظام په گران تاتوبی که یعنی افغانستان ارزو لرم

وکیل
میلمه
وکیل

منننه