افغانستان

طالبان: ټرمپ ثابته کړه چې دولت د سولې او جګړې واک نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي چې د امریکايي ولسمشر وروستۍ څرګندونې هغه حقیقت روښانه کوي چې د جګړې او سولې اصلي لوری امریکایان دي.

تېره ورځ امریکايي ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې او مذاکراتو په موضوع کې د واکمن جهت په توګه دریځ اعلان کړ او د مذاکراتو او خبرو موضوع یې مردوده وګڼله، ځکه چې په وينا يې طالبانو په کابل کې خونړي بریدونه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یې په ځوابي اعلامیه کې ویلي چې دوی همیشه همدا غږ پورته کړی چې «د جګړې او سولې اصلي اختیار د کابل ادارې سره نه، بلکې له امریکايي اشغالګرو سره دی» او په وینا یې د ټرمپ وروستیو څرګندونو دا خبره په ثبوت ورسوله.

ښاغلي مجاهد ویلي چې امریکایانو هم د روانې جګړې اور بل کړی او هم یې د سولې او تفاهم په موضوع د بطلان کرښه تېره کړه. د نوموړي په باور، د سولې د نفي کولو په صورت کې د جګړې او خونرېزۍ مسئولیت د امریکایانو او د هغوی د ملګرو په غاړه دی.

د طالبانو اعلامیې د امریکايي ولسمشر ټرمپ د څرګندونو برعکس، د سولې په ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده چې که دښمنان یې یوازې جګړه په رسمیت پیژني، افغان ملت به یې «د نه ماتیدونکي مقاومت او ناپایه صبر» په مټ د خبرو او منطق مېز ته «احضار» کړي.

د طالبانو ویاند په امریکايي ولسمشر او پلویانو یې غږ کړی چې که تاسو په جګړه ټینګار کوئ، افغان ملت هم تاسو په ګلانو نه شي استقبالولی بلکې د «یرغلګرو» د لارې ته راوستلو اوږد تاریخ لري.

ښاغلي مجاهد اړینه بللې چې ټرمپ په دې راز وپوهول شي چې روانه جګړه د وسائلو نه، بلکې د «حق او باطل ترمینځ د اشغال په مقابل کې د ازادۍ» جګړه ده.

طالب ویاند ډاډ او باور څرګندوي چې افغانستان به هرومرو د امریکايي امپراتورۍ هدیره ګرځي.

طالبانو د وسله والې مبارزې ترڅنګ تل ټینګار کړی، چې د هیواد د روانې قضیې د سیاسي حل په موخه یې د خبرو او مذاکراتو دروازه هم خلاصه پريښي خو په تېره یوه نیمه لسیزه کې امریکایان نه دي حاضر شوي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو مېز ته کښيني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

زما په نظر دلته طالبان بايد نرمي غوره او خپل له لورې دې د هرې مرګ ژوبلې پړه پر سر نه اخلي ځکه طالبان د پاکستان ملاتړ هم نلري او په زړو کلاشينکوفونو باندې جګړه نشئ کولى. دوهمه خبره دا چې د شوراى نظار او جمعيت غړي هر وخت کله چې د سولې او د افغانستان څخه د بهرنيو اشغالګرو د وتلو خبره اورېدلې نو دوى بيا يا د ښځو مسله راجګه کړې يا يې مرګژوبله خلکو ته اړولې او يو ناپېژندل سړى يې د طالبانو وياند ګرځولى چې پړه يې په غاړه اخيستې. دا مسايل د افغانستان خلکو ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x