افغانستان

ارګ د ټرمپ پر قدم: طالبان به د جګړې له لارې سولې ته اړ کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات رد کړل، ارګ يې هم پر پله قدم کېښود.

د ارګ مطبوعاتي مسوول شاه حسین مرتضوی وايي، سوله ورته د جګړې په میدان کې ښکاري.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، سوله د جګړې له میدانه تر لاسه کوو، په وينا يې امنيتي ځواکونه بريالي دي او طالبان به ماتې وخوري.

هغه وویل، د سولې دروازه به د هغه چا پر مخ خلاصه وي، چې «خپله وسله پر ځمکه کېږدي.»

د ارګ تر نظر څو ساعته وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، له طالبانو سره هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دی.

د سولې شورا بیا یوازې پر جګړې ټینګار د مسائلو حل نه بولي، د دوی پر نظر باید د جګړې د ختمولو لپاره خبرې وشي.

د دې شورا غړي حاجي دین محمد ویلي، امریکا که د جګړې د اوږدولو یا کمولو نظر لري، خو افغانان باید له افغانانو سره کېني.

طالبانو د ارګ له لوري د ټرمپ پر تاييد څه نه دي ویلي، خو د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته يې په ځواب کې ويلي، د ټولو وینو تویولو مسوولیت د امريکا پر غاړه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ځوابي اعلامیه کې ویلي چې دوی همیشه همدا غږ پورته کړی چې «د جګړې او سولې اصلي اختیار د کابل ادارې سره نه، بلکې له امریکايي اشغالګرو سره دی» او په وینا یې د ټرمپ وروستیو څرګندونو دا خبره په ثبوت ورسوله.

ښاغلی مجاهد ویلي چې امریکایانو هم د روانې جګړې اور بل کړی او هم یې د سولې او تفاهم په موضوع د بطلان کرښه تېره کړه.

د نوموړي په باور، د سولې د نفي کولو په صورت کې د جګړې او خونریزۍ مسئولیت د امریکایانو او د هغوی د ملګرو په غاړه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x