پیښې او دریځونه

په دغه توره مي ۳۰ مسلمانان ذبح کړي! / عبد الرحیم ثاقب

د منځنۍ افریقا په میسکین نومي مسلمان میشته سیمه کې په یوه تور پوستي افریقايي ګن خبریالان را غونډ شوي ول.

دغه تور پوستي افریقايي چې (نریزي کاني) نوميده په لاس کې لویه توره نیولې وه او خبریالانو ته لګیا وه چې په دې توره مې تر ۳۰ زیات مسلمانان وژلي.

د اناضول خبرې اژانس د خبر له مخې دغه تور پوستی افریقايي د انتي بالاکا مسیحي ډلې غړی وه کومه چې په منځنۍ افریقا کې د مسلمانانو په وژلو او ځورولو کې ډیر شهرت لري.

دغه قاتل مسيحي وايي چې د خندا وړ خبره دا وه چې مابه کله نارینه مسلمانان د هغوی د ښځو په مخ کې حلالول ، د دوی ښځو به په ویر ویرکې د یا الله … یا الله چیغې وهلې… لکه زه چې په عربي پوهیدم .

نوموړي په داسې حال کې رسنیو ته دا خبرې کولې چې مخامخ ورته د فرانسې سوله ساتې !!! ځواکونه هم ولاړ ول.

د انا ضول خبري آژانس خبریال وايي چې زه همدغه مسیحي د مسلمانانو هغه مسجد ته وروستلم کوم چې د دوی په لاس تازه نړول شوی وه، د مسجد په انګړ کې د قران کریمونو پاڼې هر لور ته خورې پرتې وي ، پر دیوالونو یې د مرمیو او د وژل شویو مسلمانانو د وینو نښې له ورایه ښکاریدلې .

مسیحي وسله وال په ډیر سپکاوي سره د قران کریم یو په مرمي ویشتل شوي جلد را پورته کړ او هغه ته په کتو سره یې وویل: مونږ نه محمد منو او نه هم د هغه کتاب (قران) راته كوم تقدس لري.

خبریال زیاتوي چې د منځنۍ افریقا په دغې مسلمان میشتي سیمې کې مسیحي ملیشو ټول مسلمانان دسیمې پریښودو ته مجبوره کړي وه او د هغوی په شتمنیو یې قبضه لګولې وه.

له خپلو سیمو شړل شوي مسلمانانو د بانګي په هوايي ډګر او دبانګي ښار په مرکزي مسجد كې پناه اخیستي او ډیر نور یې بیا ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شي.

په منځنۍ افریقا کې مسیحي ملیشو هغه وخت د مسلمانانو په قتل عام لاس پوري کړ کله چې د 2013 كال د سپتمبر په میاشت کې د منځنۍ افریقا لومړنی مسلمان ولسمشر میشال د جوتوديا (Michel Djotodia) د غربیانو په دستور دخپلې دندې پریښودلو ته اړیستل شو او پرځای یې د هیواد سیاسي واک مسیحي سخت دریځې ډلې انتي بالاکه ته وسپارل شو. په دې سره د منځنۍ افریقا د مسلمانانو او سخت دریځو مسیحیانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو، فرانسې هیواد خپل ۹۰۰۰ سوله ساتې ځواکونه دغه هیواد ته واستول ترڅو هلته د تاوتریخوالی مخنیوی وکړي.
خو دغو فرانسوي (مسیحي) سوله ساتو د مسلمانانو په وژلو او ځورولو کې له محلي مسیحیانو سره لاس یو کړ، په لسګونو زره مسلمانان یې په وحشیانه توګه ووژل، مسجدونه یې ور وران کړل اومالونه یې تري په زور غصب کړل.

امریکا او ټوله غربي نړۍ په منځنۍ افریقا کې د مسیحیانو په لاس د مسلمانانو قتل عام ویني ، خو نه دهغه مخنیوی کوي او نه هم د عام وژنې په جرم وسله وال مسیحیان مجازات کوي، خو په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې بیا همدغه امریکایان مسلمانان له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په جرم وژني، بندیانوي یې او نومونه یې په تورلیست کې شاملوي …ریښتیا چې همدا د امریکايي دیموکراسي تر ټولو ژوندی تعبیر دی.

لیکوال: عبد الرحیم ثاقب، کالم: اسمانه ګړنګ وهه را پريوزه – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x