نظــر

امریکا د زور وروسته زور وهي

عمر وهاج

تیره ورځ د امریکا ولس مشر ټرمپ په یوه وینا کې وویل چې متحده ایالات (امریکا) نور له طالبانو سره خبرې نه کوي، او د کوم هدف لپاره چې افغانستان ته راغلې هغه هدف به لاسته کړي او هغه څه چې نورو ورته د پای ټکی کښې نه ښود، دی به ورته د پای ټکی کښېږدي.

افغانانو وروڼو!!

دښمن مو بزدل، مکار او فریب کار دی، امریکایانو په افغانستان خپل ټول زور آن اټومي وسلې استعمال کړې او د افغانانو په وینو تویولو یې خپل زړونه یخ کړل، په دوه ورځې وړاندې بي بي سي د یوه ډرون چلونکي امریکایي مرکه نشر کړل چې ویل یې په څلورو کلونو کې مې څه باندې ۱۶۰۰ کسان وژلې. دا صرف یو امریکایي دی چې هغه هم فقط څلور کاله دنده تر سره کړې، نو څه فکر کوئ چې دا شپاړس کلونه چې امریکایانو دلته محشر جوړ کړی، په اندازه افغانان به یې وژلې وي؟

امریکا او ناټو د افغان ملت سره په جګړه کې شکېل ده نه د ترورزم سره، او دغه اوږده جګړه اوس د امریکا تر طاقت تیره ده، ځکه د امریکا اقتصاد مخ پر رکود روان دی او د امریکا په ولسونو کې د افغانستان له جګړې سره کرکه او نفرت موجود دی نو دا چې ټرمپ یوه د زور جمله استعمالوي او د جنګ خبره کوي، دا یوازي د خلکو د غولونې لپاره او سیاسي چلند په موخه کیږي.

که امریکا له زوره کار واخلي نو څه به وکړي؟

وسایط او بمونه به افغانستان ته را انتقال کړي؟

دا کار خو شوی دی.

نور فوځیان به افغانستان ته راوړي؟ دا خو مالومه شوه چې لکونو پوځیانو په افغانستان جنګ کانټرول نه کړ.

نو څه به وکړي؟

ایا پر افغانستان به اتوم استعمال کړي؟ دا کار هم له امکانه لري دي ځکه امریکا اوس په هغه وضعیت کې نه ده لکه په ۲۰۰۱م کې چې وه.

امریکا یوازي اوس خپله شرمونکې ماته پټوي او غواړي له یوه طریقه ځان خوندي کړي، نه زور پکښې شته او نه یې د طالبانو سره مقابلې ته زړه ښه کیږي.

د ټرمپ د تیرې ورځې د مغرورې خبرې پر وړاندې باید افغان ملت نور هم یو موټی شي او د امریکا سرکښۍ ته غوڅ ځواب ورکړي، او امریکا دلته د حقایقو منلو ته مجبوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x