افغانستان

دولتي ملايان: له سولې سره نه يو ځای کېدونکي خلک د اسلام مخالف دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د دولتي ملايانو د شورا ځينو غړو ويلي، چې د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه ځي او څوک، چې له سولې سره نه يو ځای کېږي، هغو يې د دين مخالفين بللي دي.

دولتي ملايانو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جون نيکلسون له بي بي سي سره په خپلې تازه مرکې کې د روانې جګړې د ګټلو لپاره له ديني علماوو غوښتي وو، چې د طالبانو پر ضد فتوا ورکړي.

د دغو دولتي ملايانو د فتوا سره همماله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ويلي، چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي او په وينا يې طالبانو خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.

د علماوو شورا وايي، چې له ديني پلوه سوله د افغانستان اړتيا ده او دوی پرې ايمان لري.

د دولتي ملايانو د شورا وياند قاسم حليمي په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د ټرمپ له څرګندونو سره د دوی کار نشته، خو ټينګار کوي، چې دوی د سولې پلوي کوي.

د سولې عالي شورا يوه بل غړي مولوي عطاءالله لودين هم ويلي، چې حکومت او د سولې عالي شورا د سولې لپاره چمتو دي، خو طالبانو د خپلو وروستيو بريدونو او چاودنو له لارې روښانه کړه، چې دوی د سولې پر ځای پوځي عملياتو ته ترجيح ورکوي.

دغو ملايانو په داسې حال کې طالبان د دين مخالف ياد کړي، چې په دغې او پخوانيو غونډو کې يې د امریکايي پوځيانو او دولتي عسکرو له لوري د ولسي خلکو د وژل کېدو په اړه هېڅ نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

جالبه ده قاسم حليمي صيب د امارت اسلامي په وخت كي بهرنيو چارو وزارت كي دنده درلود او د صليبي يرغل په اوايلو كي دير تند و تيز ويناوي كولي دوي حتا دامريكايانو لخوا په بگر ام كي بندي هم ول خو اوس داسي شه دولتي وياند جور.
واقعً هر مومن بايد د حسن خاتمه دعا وكري زكه دنيا دير بي وفا زاي دي

pattang

نالتي دالر خورو که ماینه څوک په زورله چا څخه بوزي نو څرنګه ؟ ناموس به هم ور پرېږدي او سوله به هم ورسره کوي ؟ نو بیا خو دداسې خلکو لپاره مردګاوي شه مسلک دی ! هو داسې ### علما هم شته لکه مولوي قلم الدین دلوګر دڅلوزویو چې د طالبانو په وخت کې امر باالمعروف وو او دطالبانو رنګه یې د نا محرمو ښځو په وهلو بده کړه خو اوس ښه دالري معاش لري د cia ترڅارنې لاندې په کابل کې ژوند کوي ! کله چې سړی له دې احمق څخه پوښتنه و کړي : چې مولوي صیب… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x