نظــر

شرم شرموونکی، شرم!

په هېواد کې مو د کرزي په خوله د د ه د (بلواکه) رژیم په دیارلس کلنه دوره کې داسې کانې وشوې، چې د ټولې اسلامي نړۍ په لمن داغ ګڼل کېږي، د دې غیر انساني فجایعو لپاره همدې ډېموکراسي او ډېموکراټانو زمینه برابره کړه. عموماً په هېواد کې د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف کړنې ځکه رواج شوې، چې له غربي نایټ کلبونو راغلو ربوټونو له ځان سره د غربي تمدن په نامه کرغېړنې پدېدې راوړې، پر دې سربېره په هېوادکې هم داسې مضران اوسېدل چې د طالبانو په واکمني کې ورته د بدو زمینه نه وه برابره، نو نن يې داسې وانګېرل چې ګواکې اسلام د طالبانو شخصي ملکیت و او دوی اوس باید ټول هغه قیودات مات کړي، چې طالبانو رامنځ ته کړي وو.

د غربي ښکېلاک یو اصل دادی چې د (ټاکنو) په نامه یو ولسي تېروتنه وړاندې کوي، او داسې ښيي چې ګواکې دوی خو د همدې مستعمره ولس غمخواره دي، ځکه دوی د همدې ولس په خوښه مشر ټاکي او دې ولس ته همدوی دغه ستره تحفه (په خپله خوښه ټاکنه) وړاندې کړه، همدوی دي چې په خپلو میلیونونو مصرفونو يې یوه ولس ته د ډیموکراسي د مهم اصل د ترسره کولو لپاره لاره هواره کړه او د دوی په خبره دایو بشري حق دی، چې ځینو بشردښمنو(!) ترې ځینې ولسونه محروم کړي او بیا همدې بشردوستانو(!) د بشري دوستۍ په خاطر دوی ته دبېرته اعادې زمینه برابره کړه.
په هېواد کې تېر ځل ټاکنې چې مزدورو رسنیو پرلپسې شفافي او پراخ شموله تبلیغولې د ډیموکراټانو په خوله د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری ګام و، زه یې هم منم، ځکه د هېواد په تاریخ کې به د مجاهدینو له خوا په یوه ورځ پرلپسې یو زر اته اتیا بریدونه نه وي شوي، وارخطا ولس دښمنه رژیم د ټاکنو په ماښام په اصطلاح د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې د یوسل نهه ویشت بریدونو پخلی وکړ، مګر د همدې بې نظمه ادارې بلې څانګې دفاع وزارت بیا شپږسوه شپږنوي بریدونه تاید کړل، چې همدا غټ توپیر د دوی په پراخې وارخطايي دلالت کوي، مګر پر دې سربېره د شرمېدلي رژیم بې شرمه چارواکو خپل کرایه شوي سر ساتونکي سرتېري په ګلانو ونازول،دوی د ښځو چارو وزارت په نامه دهېواد په سطحه د سترې فاحشه خانې ښځینه مامورینې وپوهولې چې د لوپرو خبریالانو د بې ضمیره کميرو په وړاندې پردیو کرایه شويو زامنو ته ګلان ورپه غاړه کړي، چې ګواکې دوی خو د ټاکنو په ورځ دومره امنیت نیولي وو، چې هیڅ ټک و ټوک ونه شو.
مګر په ټول هېواد کې د ولس په سترګو کې دخاورو شیندل د مزدورو رسنیو شر شرموونکی شرم پټ نه شوکړای، دوی خپل ارزښت تر صفر هم ښکته کړ. پر دې ټولو رزالتونو سربېره د ټاکنو دپایلو اړوند پوره ګونګتیا او پر شفافیت سربېره د لکونو رایو باطل والی د دوی پر بې نظمي او وراخطايي لا دلالت کوي، دوی ټاکنې دویم وپړاو ته وځنډولې او ګواکې په دومره پراخ شفافیت، امنیت او پراخ ګډون کې یوه نوماند هم پنځوس جمعه یو رايې پوره نه شوای کړای.
دوی لومړی ځل ټاکنې ځکه د وري په شپاړلسمه کړې، چې ګواکې د پسرلي په لومړیو کې دطالبانو تندریز ګوزارونه کم وي، او د بارانونو او یخونو له امله به د دوی دولس دښمني او غولونه ښه ترسره شي، پر دې سربېره يې له پوهې او تعلیمي بهیر سره د دې شرمېدلي رژیم دښمني لاثابته کړه، ځکه چې په یخو سیموکې د دوی د ټاکنو په برکت لا اوس هم لوړې تعلیمي مؤسسې رسماً نه دي فعالې شوي، اوس یې بیا ټاکنې د جوزا په څلورویشتمه کړې. دا چې د جوزا څلورویشتمه د طالبانو له ګوزارونو هم خوندي نه شي پاتې کېدای ـ ان شاء الله ـ پردې سربېره د جوزا په اتمه په ګرمو سیمو کې د لوړو زده کړو د تعلیمي مؤسسو ازموینې شروع کېږي، چې د دې شرمېدلي رژیم له مزاج سره سم باید محصلین په تنګ او تاواني شي. خو دا چې دطالبانو له ګوزارونو سره به څه کوي؟ دوی بله نسخه کاروي، دوی په هر ولایت کې پر خپلو چاپلوسانو او دغرب په فرهنګي اربکیانو (خبریالانو) غږ وکړ، چې د ټاکنو تر پیله باید په هر برید کې تر شپېتو کم طالب مړي ونه ښيي او د دې لپاره چې د دوی کرایه شوي سر ساتونکي سرتېري، یو څه روحیه پیداکړي، باید پرلپسې داسې تبلیغات وشي، چې دوی ته ځانونه حد اقل سړي ښکاره شي، ځکه چې د دوی بهرني باداران هم پښې وباسي او داسې ښيي چې دوی خو ګواکې دلته یو منظم نظام او محکم حکومت پرېښود.
مګر د تېرو ټاکنو په پایلو کې د ولایتي شوراګانو ضمیرپلورو نوماندانو ډېرې نارې ووهلې، چې له دوی سره ظلم کېږي، خو د ظالم غږ په ظالم رژيم کې ظالم حاکم په سخته اوري، ښځینه شرمېدلو نوماندانو په شف شف کې ډېرې نارې ووهلي چې د دوی له رایو سره ناځواني شوې خو چا يې په خوله پیاز نه خوړ، تر څو چې يې هغه بله ورځ ښکاره وويل، چې له دوی نه د کامیابۍ په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنه کېږي.
څومره شرم شرموونکی شرم!!!
خو لا هم پر دې سربېره سیکولران او ډیموکراتان په خپل بې نظمه او انسان دښمنه نظام د ویاړ خبرې کوي.
د همدې شرمېدلي رژيم همدې کرایه شویو سرساتونکو سرتېرو د خپلو بادارانو له کردارسره سم دوه ورځې وړاندې دکندهار په سپین بولدک کې د فدایانو شهید جسدونه لوڅ لغړ په عام سړک غورځولی وي، چې تر څو ثابته کړي، چې دوی ټول له خپلو ټولو تجهیزاتو او امکاناتو سره له همدې څو تنو سره په ساعتونو ساعتونو په جګړه بوخت و. او هم وښيي چې تر خپلو بادارانو کم نه دي، ځکه چې دوی هم پرې متیازې کړې او هم يې پر سړک لوڅ غورځولي او ښکاره يې دا په اثبات ورسوله چې د کرزي نظامي وحشیانو ته د انسان کلمه استعمالول د انسانیت سپکاوی دی، دوی تردې وړاندې  دکابل په سروبي کې هم په د فدایانو د جسدونو پرږيرو د بولو کولو خبره په ډېر ویاړ د سروبي په بازار کې کوله. چې په پوره باور د فدایانو جانانه روحونو به پسې خندل.

ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x