نوکیا پخپل راتلونکې سمارټ فون کې نوی پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له ډیرې مودې وروسته نوکیا کمپنۍ په ۲۰۱۷م کال کې خپل نوی سمارټ فون وړاندې کړ، او له هغې وروسته غواړي د ۲۰۱۸م کال پېل هم له یو ښه ځیرک مبایل څخه وکړي.

د نوکیا کمپنۍ خپل نوی ځیرک مبایل «نوکیا ۹» په راروانه میاشت کې د مبایل نړیوال کانګریس (MWC) په نوم نړیوال نندارتون چې د هسپانیا په بارسلونا ښار کې ترسره کیږي وړاندې کوي.

له دې وړاندې نوکیا کمپنۍ «نوکیا ۸» سمارټ فون وړاندې کړی و، چې ویل کېده دا د نوکیا لومړی سمارټ فون دی خو ځینې ماهرین په دې نظر دي چې د نوکیا نوی سمارټ فون «نوکیا ۹» به ددوی لومړی بشپړ سمارټ فون وي، او سربېره پر دې نوکیا یو شمېر نور سمارټ فونونه هم وړاندې کوي، لکه نوکیا ۲، نوکیا ۳ او نوکیا ۴، چې ددغو مبایلونو لومړی ورژن (نوکیا ۱) مخکې وړاندې شوی و.

که څه هم ددغې مبایل معلومات د نوکیا لخوا رسما نه دي اعلان شوي خو ویل کیږي چې په دغه ځیرک مبایل کې ۵.۵ ایچ ډي ډیسپلی، او سنیپ ډراګون «snap dragon» ۸۳۵ یا ۸۴۵ پراسیسر ورکړل شوی دی.

همدا ډول ۳۲۵۰ mAh بیټرۍ لري، ۴ او یا هم ۶ جي بي ریم لري، ۶۴ او ۱۲۸ جي بي خپله میموري لري، او د مایکرو اس ډي میموري کارډ ۲۵۶ جي بي پورې د اخستلو وړتیا لري.

سربېره پر دې دغه سمارټ فون ۴ څخه تر ۶ جي بي ریم پورې وړتیا لرلو سره به مخې او شا ته دوه دوه کامرې ولري، د افشا شوو انځورونو څخه ویل کیږي چې د مخې دواړه کامرې به یې ۵-۵ میګا پیکسله وي، او دا د نوکیا لخوا لومړی مبایل دی چې څلور کامرې ولري، او همدا ډول دغه مبایل به د نورو په څېر کور تڼۍ نه لري، او فنګر پرینټ یې د مبایل شاته نسب شوی دی.

له تېرې نیږدې مودې د سمارټ فون کمپنیانې (آیفون، ګلیکسي، ایچ ټي سي، هواوې، ویوو او داسې نور) کوښښ کوي چې ورځ تر بلې مبایل کې د کامرې کیفیت غوره کړي او یو شمېر نوې ځانګړتیاوې وړاندې کړي، همدا لامل دی چې تر دې دمه په یوه سمارټ فون کې د کامرو شمېر تر څلورو ورسید او شاید نورې یې هم زیاتې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د