افغانستان

ننګرهار: حکومت د «پشه یانو» ولسوالۍ ناامنه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د نسبت امنو ولسوالیو قومي مشران وايي، چې حکومت غواړي دغه ولسوالۍ هم ناامنه کړي او د داعش پروژه دلته هم تطبیق کړي.

په ننګرهار کې د پشه يي قوم قومي مشرانو نن په ګوشتې ولسوالۍ کې سره راټول شوي وو او حکومت یې له داعش سره په لاس لرلو تورن کړ.

د ننګرهار د ښېوې، ګوشتې او دره نور ولسوالیو قومي مشرانو د ننګرهار په سیمه ییزو چارواکو تور ولګاوه، چې د شینوارو، خوږیاڼیو، کوټ، پچیراګام او چپلیار ولسوالیو لوبه یې دلته هم روانه کړې او داعش ته د ځای پیداکولو په هڅه کې دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي نننۍ ناستې ته وویل، چې حکومت د پشه يي قوم مېشتو ولسوالیو د ناامنه کولو په هڅه کې دی او په دې اړه قوي اسناد هم لري.

د حضرت علي په خبره، که د پشه يي قوم هر کس داعش ته ځای ورکړ؛ نو د قومي تړون له مخې به یې کور سوځول کېږي، یو میلیون افغانۍ جریمه به هم ورکوي او له کلي به کډه باروي.

ده له حکومت وغوښتل، چې د دوی په ولسوالیو کې به نه داعش نفوذ وکړي او نه به یې پرېږدي.

د پشه يي قوم مشر فضل کریم وویل، حکومت دې د داعش له ملاتړه لاس واخلي او نه دې د دوی په ولسوالیو کې ورته د فعالیت زمینه برابروي.

په ننګرهار کې ښېوه، ګوشته، کامه او دره نور ولسوالۍ د نورو ولسوالیو په پرتله نسبت امنې دي او د یادو ولسوالیو د قومي مشرانو په خبره، چې حکومت یې د ناامنه کولو په هڅه کې دی.

له دې وړاندې هم د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت په حکومت تور لګولی و، چې په خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو په جګړه کې یوازې د طالبانو لیکي بمباروي او داعش ته د مخکې تګ لپاره لاره هواروي.

داعش له دې وړاندې د شینوارو، کوټ، بټي کوټ، پچیراګام او چپلیار ولسوالۍ ځپلې وې؛ خو په خوږیاڼیو کې یې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول او په شا تګ ته یې اړ کړل.

ګډو ځواکونو د طالبانو هغه «امنیتي کمربندونه» څو ځلې بمبار کړل، چې خوږیاڼیو ته یې د داعش د راتګ مخه نیوله.

په ګوشته کې د داعش پر ضد غونډه داسې مهال جوړېږي، چې اوسمهال د خوږیاڼیو زرګونه کورنیو خلک له خپلو کورونو وتلي دي او په بېدیا کې پراته دي.

د ګوشتې حکومت ضد ناسته د ننګرهار امنیتي چارواکو د نظام د ملاتړ ناسته بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x