
امریکا د «سیګار» اداره د افغانستان په اړه د معلوماتو له خپرولو منع کړې ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار پر ادارې«سیګار» بندیز لګولی، چې نور دې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه معلومات نه خپروي.
د سیګار ادارې مشر جان سپکو ویلي، دا لومړی ځل دی چې د سیګار خپلواکې ادارې ته امر کېږي، چې هغه معلومات د امریکا مالیه ورکوونکي ولس ته خپاره نه کړي چې د سمو معلوماتو څخه محروم ګڼل شوی دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغان ځواکونه د بشري حقونو په نقض کې ښکېل دي او په ماشومانو یې جنسي تېري کړي دي.
سیګار د امریکا او افغان دولت هغه پټ اسناد هم خپرول، چې په تېرو څو کلونو کې د دواړو له لوري له عامو خلکو نه پټ ساتل شوي وو.
یادې ادارې ډېری وخت هغه راپورونه خپرول، چې د امریکا عام خلک ترې ناخبره ساتل شوي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیګار» باندې بندیز داسې مهال لګېږي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې؛ خو د ناټو عمومي منشي بیا له طالبانو سره د سولې په خبرو کولو ټینګار کړی.