د ټرمپ دغه اعلان په حقیقت کې د کابل حکومت هغه اصلي ماهیت ښه څرګنډ کړ چې یواځې ورته د امریکا د جنګي د جنګي پلانونوتنفیذي مسؤلیت ورسپارل شوی او له خپله ځانه د سولې او جګړې په شمول د هیڅ پریکړې او اقدام واک او وړتیا نه لري.

د ټرمپ جګړه ییزاعلان د ګډ حکومت ماهیت څرګند کړ

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله: بالآخره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه حقیقت څرګند کړ چې تر ده وړاندې دوو ولسمشرانو بارک او باما او ډبلیو بوش په افغانستان کې د خپل تحت الحمایه حکومت د ماهیت او د هغه د اجرائیوي صلاحیت په اړه له افغانانو او نړۍ څخه پټ ساتلی وو.

ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل (( موږ نورله طالبانو سره نه ږغېږو، کېدای شي دا مقاطعه مو د موقت وخت لپاره او کیدای شي د تل لپاره وي.))

د ټرمپ دغه اعلان په حقیقت کې د کابل حکومت هغه اصلي ماهیت ښه څرګنډ کړ چې یواځې ورته د امریکا د جنګي پلانونو تنفیذي مسؤلیت ورسپارل شوی او له خپله ځانه د سولې او جګړې په شمول د هیڅ پریکړې او اقدام واک او وړتیا نه لري.

له تیرو خواوشا څوارلسو کلونو ، یا مشخصا له هغه وخته راهیسي چې ولسي مقاومت د امریکايي اشغال په مقابل کې په منظم شکل خپل پوځي فعالیت پیل کړ امریکانو د مقاومت د تضعیف او عامه ذهنیت د اغفال لپاره لومړی د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د سولې کمیسیون او د هغه په تعقیب د سولې عالي شوری تأسیس کړه.

امریکایانو په یادې شوری کې چې یو شمیر د پخوانیو تنطیمونو بګیل شوي په اصطلاح جهادي مشران ، له غربه را وارد شوي تکنوکراتان ، د خلق او پرچم پاتي شوني او د طالبانو په نوم ځیني تسلیم شوي عناصر سره را یوځای او پریمانه امکانات یې ورته په واک کې ورکړل.

سره له دې چې د سولې عالي شوری مشر فقید برهان الدین رباني په همدي تیرایستونکو هلو ځلو کې سر وخوړ خو بیا هم کابل حکومت او د سولې عالی شوری د روغې جوړې په نوم وخت نا وخته د طالبانو په نوم له یوشمیر ګڼکپانو سره د پټو او ښکاره تماسونو لړۍ جاري وساتله چې وروستۍ هغه یې د ترکیې ډرامه وه چې د ولسمشر غني د سلاکار او د سولې شوری د مرستیال په ګدون تر سره شوه.

امریکایانو د یادې شوری په وسیله ډیرې هلې ځلې وکړې چې طالبان هم لکه یو شمیر نور شهرت غوښتونکي او مادیات خوښوونکي بګیلان په دې لوبه ورګد او د امریکايي اشغالګرو خلاف له جهادي مقاومته لاس په سر کړي.

خو طالبانو ته چې د سولې شوری او په مجموع کې د ټول ګډ حکومت صلاحیت او حیثیت معلوم  و کله هم د هغوی خبرو ته اعتناء نه ده کړې او د اشغالګرو خلاف یې خپل مقاومت ته دوام ورکړی.

دا چې نن د کابل حکومت حامي ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې په نوم له هرډول خبرو سره مقاطعه وکړه له دې څخه د طالبانو هغه ادعاء برحقه ثابته شوه چې هغوی به د ګډ حکومت د بيواکي او په سولې او جګړې کې د عدم صلاحیت په اړه لرله .

په افغانستان کې د امریکايي اشغالګرو جنګي ماموریت د هغوي د ستراتیژیکو اهدافو تر تحقق پوري تړاو لري، کابل حکومت او د هغه مربوط تشکیلات د یوه مستقل حکومت په توګه نه ؛ بلکې د اشغالګرو د اجرائي ځواکونو په حیث یواځې د امریکايي پلانونو د عملي کولو صلاحیت لري. بس …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د