شعـــــرونه

د مينې کعبه / غفوري

نور محمد غفوري

څوک به وایي چې شل نه ئې ته شپیته یې
که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې

هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې
هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې

که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم
بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې

تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې
د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې

زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شي
ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې

پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شي
ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې

د هــیچــا مې بندګي قــــــبوله نــــکړه
خو زما د عشق معبود ته مې کعبه یې

کابل- افغانستان
30.01.2018

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x