افغانستان

د پکتیکا امنیه قوماندان محلي خبریالان د دولت ملاتړ ته راوبلل

د پکتیکا امنیه قوماندان نبي جان ملاخېل د یوې مېلمستیا په پلمه په دې ولایت کې د رسنیو خبریالان د دولت ملاتړ او طالب ضد خبرونو ته راوبلل، په یاده مېلمستیا کې چې تېره پنجشنبه شوې وه، د پکتیکا ولایت اداري او نظامي چارواکو او په دې ولایت کې د بېلابېلو رسنیو خبریالانو ګډون کړی و.د مېلمستیا په پلمه په جوړه شوې ناسته کې د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان نبي جان ملاخېل خبرې وکړي او ويې ویل چې رسنۍ د یو دولت څلورمه قوه ده، چې باید ټول خبریالان له دولتي مسوولینو سره په اړیکه کې واوسي او د دولت ضد دسيسو اړوند نظامي مسوولینو ته خبر ورکړي.

نبي جان ملاخېل وويل: زه دې ولایت ته نوی راغلی یم، زه له تاسې نه ملاتړ غواړم او تاسې باید د دولت او ولس ترمنځ فاصله کمه کړئ.
د نوموړي په خبره تر راتلونکو ټاکنو پورې باید په دې ولایت کې ټولې رسنۍ خپل خبرونه له دولتي مسوولینو سره په مشوره خپاره کړي، ترڅو د دولت د مخالفینو له لوري د تبلیغاتو کچه راټيټه شي او ولس وانګېري چې دولت لاس بری دی.
په دې ناسته کې چې د امنیه قومانداني په مقر کې جوړه شوې وه، د امنیه قوماندان له محلي خبریالانو وغوښتل چې په ټولنیزو مسایلو دې خبرونه کم کړي، او هڅه دې وکړي چې په امنیتي پېښو ډېر تمرکز وشي.
په ناسته کې په پکتیکاکې د سواد مدني ټولنې مسوول او په ښرنه کې د مېلمه ایف ایم راډیو همکار محمد الله همت یار وویل چې دوی به تر خپله وسه له دولت سره همکار وي، د نوموړي په خبره دوی به په امنیتي پېښو کې د دولت تلفات لږ، خو د طالبانو ډېر ښيي تر څو د خلکو په خپلو امنیتي مسوولینو باور ډېر شي.
ورپسې په پکتیکا کې د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مشر، د رڼا پروډکشن او کلید خبریال او په ښرنه کې د پښتون غږ ایف ایم راډيو همکار محمد یاسین یاسین، د پکتیکا امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ چې دوی به په خپلو خبرونو کې هڅه کوي، چې په رڼا او کلید کې د پکتیکا امنيتي مسوولین له ولس سره نږدې وښيي.
یاده ناسته چې د مېملستیا په نامه جوړه شوې وه، په پکتیکا د پښتون غږ، مېلمه، لېمه او ملي راډیو او همدارنګه په دې ولایت کې د هېواد د نورو رسنیو ټولو خبریالانو پکې ګډون کړی و،  نږدې ماسپښین خبریالانو ته د لونګۍ په ورکولو پای ته ورسېده.
په پکتیکا کې د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې پر نامه بنسټ شته، چې کارونه او کدرونه يې په کاغذونو پورې محدود دي او تراوسه يې د رسنیو په برخه کې خپل شتون نه دی ثابت کړی. په دې ولایت کې  چاپي رسنۍ نشته او غږيزې رسنۍ يې ډېره برخه دیني او سندریزو خپرونو ته ورکوي، سیاسي خپرونې نه لري، خو خبري نیم ساعتونه لري.چې تر ډېره بریده دولس د ګنګستیا سبب کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x