fbpx

سعودي کې نيول شوو کسانو د حکومت خزانې ۱۰۶ ميليارده ډالر ورکړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سعودي عربستان لویه څارنوالۍ وايي، چې د مالي فساد په تور ۴۳۷ کسان نيول شوي وو، چې ۳۸۱ يې د مالي جوړجاړي په بدل کې خوشې شوي او دغو کسانو د حکومت خزانې ته ۱۰۶ ميليارده ډالر ورکړي دي.

لوی څارنوال شيخ سعود المعجب ويلي، چې د فساد په تور نيول شوو کسانو د خپلو ځمکو، سوداګريزو شرکتونو او نغدو جريمو په ورکولو د حکومت خزانې ته ۱۰۶ ميليارده ډالر ورکړي دي.

دی وايي، چې د فساد په تور د نيول شوو کسانو دوسيې څېړل شوي او چې له کومو خلکو سره مذاکرات او مالي جوړجاړی شوی، هغوی خوشې شوي دي.

د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد کمېټې د شاهي کورنۍ د غړو، د پخواني او اوسنيو وزيرانو او سوداګرو په ګډون ۴۳۷ کسان نيولي وو، چې يو شمېر يې تېره اوونۍ د ناڅرګند مالي جوړجاړي په بدل کې خوشې شوي دي.

په دغو کسانو کې د پخواني پاچا عبدالله زوی متعب عبدالله، د ايم بي سي ټلويزيون مشر او څښتن وليد الابراهيم، نړيوال پېژندل شوی سوداګر او پانګوال وليد بن طلال شامل دي.

ويل کېږي، چې متعب عبدالله حکومت ته يو مليارد ډالر ورکړي، د وليد الابراهيم په اړه ويل شوي، چې د ايم بي سي ټلويزيون له واکه بې برخې شوی، خو د وليد بن طلال په اړه ويل کېږي، چې د ناڅرګند جوړجاړي په بدل کې خوشې شوی دی.

د سعودي لويه څارنوالۍ وايي، چې کېدای شي د فساد په تور نيول شوو کې ۵۶ کسان محاکمه شي او د مالي جوړ جاړي په بدل کې خوشې نه شي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۱۷ کال د نومبر مياشتې په څلورمه نېټه لسګونو شهزادګان او لوړپوړي چارواکي د مالي فساد په تور نيول شوي وو او د رياض په ريټز کارلټن هوټل کې وو.

سعودي سرچينې وايي، چې دغه کسان د ولي عهد محمد بن سلمان په امر نيول شوي وو او د هغه په فعاليتونو د مالي جوړجاړي په بدل کې يې بېرته د خوشې کېدو امر شوی دی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د