افغانستان

بې بې سې: حکومت ته یوازې دېرش سلنه خاوره ور پاتې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): بې بې سې په تازه څېړنه کې ښوودلې چې افغان حکومت او نړیوال شریکان يې یوازې پر دېرش سلنه خاوره حاکمیت لري او ۷۰ سلنه خاوره له طالبانو سره ده.

د دې څېړنې له مخې طالبان په ۷۰ سلنه خاوره حاکم دي، خو په پاتې سیمو کې هم کولی شي خپل جنګي عملیات ترسره کړي.

سرچينه زیاتوي دغه څېړنه د تېر میلادي ۲۰۱۷ کال د اګسټ له ۲۳مې د سپټمبر تر ۲۱ مې ترسره شوې او پکې له ټولو ولسوالیو څخه تر ۱۲۰۰ ډېرو سرچینو سره خبرې شوې دي.

بې بې سې د څېړنې پر شفافیت ټينګار کوي او زیاتوي چې معلومات يې د حد اقل دوو او حد اکثر شپږو سرچينو له تایید وروسته څېړنه کې ثبت کړي دي.

د سرچينې په باور ۱۲۲ ولسوالۍ چې شاوخوا دېرش سلنه خاوره تشکیلوي، په داسې ډول د افغان حکومت تر واک لاندې ګڼل شوې چې د طالبانو حضور پکې کمرنګه دی، خو د طالبانو له بریدونو خوندي نه شي ګڼل کېدلی.

بې بې سې لیکي، طالبان ټولټال ۱۴ ولسوالۍ په واک کې لري او په نورو کې پراخ تګ راتګ کولی شي:«اوسمهال طالبان د ۱۴ ولسوالیو بشپړ واک په لاس کې لري (چې د هېواد ۴سلنه کېږي) او په نورو ۲۶۳ ولسوالیو (۶۶سلنه) کې فعال او څرګند فزیکي شتون لري.»

دا څېړنه په داسې حال کې رسنیزه کېږي، چې تېره ورځ ارګ د طالبانو د ماتې هیله ښکاره کړه.

د ارګ مطبوعاتي مسوول شاه حسین مرتضوی وويل، دوی به د جګړې له لارې طالبانو سولې ته اړ کړي، په وینا يې باور لري چې طالبان به ماته وخوري.

د روان میلادي کال له پیله ګڼو لویدیځو رسنيو پر امریکايي چارواکو غږ وکړ، چې ځواکونه وباسي او د جګړې د پای لپاره بېړه وکړي.

سپینې ماڼۍ د دې پر خلاف پر جګړه ټينګار وکړ، ډونالډ ټرمپ پرون وویل، له طالبانو سره هیڅ ډول خبرو ته نیت نه لري، ارګ يې پر پله پل کېښود او ويې ویل، د جګړې په ډګر کې د سولې په لټه دي.

افغان چارواکو د بې بې سې د څېړنې پر کره توب څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x