شنونکي: امریکا تر دې وړاندې هم جګړې ته ارزښت ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ټرمپ د وړمې ورځې څرګندونو بېلابېل غبرګونونه راپارولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قاطع ډول ویلي، له طالبانو سره هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دی.

د شنونکو په باور امریکا تر دې وړاندې هم جګړې ته ارزښت ورکړی او کله يې هم د افغان ولس د ارامۍ فکر نه دی کړی.

مسیر ورځپاڼې د سیاسي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس له قوله ليکلي، د ټرمپ څرګندونو د امریکا هغه نیت ښکاره کړ، چې پرلپسې يې د جګړې میدانونه ګرم ساتلي دي.

دادرس وايي، د ټرمپ دا څرګندونې به د سولې نیمګړې هڅې هم په ټپه ودروي او بې له شکه به جګړه تونده کړي.

هغه وايي که امریکا رښتا هم د «ترهګرو» د له منځه وړلو نیت لري، نو بیا دې د افغان ولس ژوند ته پام وکړي.

ځينې شنونکي پر دې باور دي چې له امریکا سره له پیله د افغانستان د ثبات فکر نشته، یوازې غواړي خپل مخالفین او په سیمه کې د دوی پر وړاندې خنډ اچوونکي له افغانستانه وځپي.

طالبانو د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې افغان حکومت بې وسه او بې واکه بللی او ټینګار يې کړی چې په مقابل کې دې له افغانانو هم «د ګلانو شیندلو هیله نه لري.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل غبرګون کې د جګړې د توندېدو ګواښ کړی او د ټولو مسوولیت يې د امریکا پر غاړه بللی دی.

ارګ هم د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو ملاتړ کړی، شاه حسین مرتضوي ويلي، دوی د جګړې له میدانه د سولې راوستو هیله لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د