افغانستان

کارولیناپوهنتون: امریکا په افغانستان کې تر بل هر وخت په بد حالت کې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۶ل): سره له دې چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې پر جګړې ټينګار کوي، امریکا کې ځينې څېړونکي په افغان جګړه کې د امریکا وضعیت پوره بد بولي.

د کارولینا پوهنتون د امنیتي مسایلو کارپوه پروفیسور جوزف فیتساناکیس وايي هیڅ هېواد دا هیله نه لري چې د امریکا په څېر دې بد وضعیت خپل کړي، په وینا يې امریکا په افغانستان په خورا بد حال کې ده.

فیتساناکیس د سپوتنیک اژانس له انګلیسي برخې سره په خبرو کې ويلي، د افغانستان وضعیت زموږ تر مخ دی، وینو چې خونړي بریدونه کېږي، افغان ځواکونه تلفات ورکوي او ممکن د امریکا تلفات هم ورسره لوړ شي.

هغه ته د امریکا له لوري پر جګړې ټینګار هم بې ځایه ښکاري او په وينا يې امریکا چې په لسګونه زره تنه په افغانستان کې دا اوږده جګړه ونه ګټله، په څو زرو تنو يې نه شي ګټلی.

د دې امریکايي پروفیسور په قول د طالبانو پر وړاندې د امریکا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر دې وړاندې هم یو څيړنیز بنسټ پر امریکايي چارواکو غږ وکړ، چې د ځواکونو د ویستلو لپاره فرصت برابر دی او ښه ده چې دا نه ګټل کېدونکې جګړه ختمه کړل شي.

واشنګټن پوسټ وړړمه ورځ د افغانستان وروستیو پېښو ته په کتو پر امریکا غږ وکړ، چې د جنګ ستراتېژۍ يې بریالۍ نه ښکاري او ښه به وي چې د سیمو د هېوادونو د اجماع په وسیله د تفاهم له لارې دا جګړه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې دی، چې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغوی افغان ملګرو پر جګړې ټينګار کړی او له طالبانو سره يې د سولې خبرې رد کړې دي.

د شنونکو په باور امریکا تر دې وړاندې هم جګړې ته ارزښت ورکړی، خو د امریکايي ګټو لپاره جګړه کې تر ټولو ډېر تاوان افغان ولس ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

امریکا د کمونستی استعمار له ماتی وروسته د استعماری لوبو اخری قهرمان اعلان شو یعنی اخری رقیب ( روسان ) یی د دوه میلونو افغانانو په وینو بهیدولو مات کړل ، له دی وروسته یی د زمکی د شاهنشاهی ( خدایی ) د پاره یی د نظم نوین چهانی یا نړیوال حکومت د تاسیسولو په غم کی شول . د برچی او ډالرو په زور مظلوم بشریت تسلیم کړی وو یوآځی څوک چه ورته تسلیم نه وو هغه په اسلامی نړی کی د طالبانو او القاعدی په شان اسلامی خوځښتونه وو چه د روسانو په ماتولو کی یی تری کار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x