افغانستان او د سيمې يو شمېر هېوادونه درنې زلزلې ولړځول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغانستان، پاکستان، هند، تاجکستان او يو شمېر نور هېوادونه درنې زلزلې ولړځول.

د لومړنيو معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۶.۱ درجې و، مرکز يې د افغانستان د هندوکش غر بلل شوی او ژوروالی يې ۱۶۹ کيلومتره ښودل شوی دی.

د زلزلې جټکې نږدې دېرش ثانيې وې له امله د مرګ ژوبلي تر څنګ په خلګو کې وېره خپره شوې.

زلزله نن نژدې غرمه مهال څه کم ۱۲ بجې شوې.

تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د بلوچستان حب سيمه کې د يوې کوټې پرېوتو له امله يوه ماشومه وژل شوې او څلور تنه نور ټپيان دي.

دا لومړني معلومات دي او شونې ده، چې د زلزلې له امله د اوښتي مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه نور معلومات وروسته رسنیز شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د