
طالبانو په غزني کې د ملي اردو څلور عسکر ژوندي نېولي
نن ټکی آسیا: د غزني په شلګر ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو څلور عسکر ژوندي نېولي.
د طالبانو ویاند وايي، پرون ماسپښین شاوخوا درې بجې یې د شلګر ولسوالۍ په رحیم خېلو کلي کې، په یوه خاص تکتیک کې د ملي اردو څلور عسکر ژوندي ونېول.
د ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خبره په نېول شویو عسکرو کې دوه تنه د ننګرهار ، یو د کونړ او بل د جوزجان ولایت اوسېدونکي دي.
نوموړی زیاتوي :«په عسکرو کې محمدزمان او يونس د ننګرهار ولايت، رحمت ګل د کونړ ولايت او محمد د
جوزجان ولايت اوسېدونکی شامل دي.»
طالبانو د نیول شویو عسکرو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د طالبانو بل رسمي ویاند بیا په روزګان کې دوی ته د دوو اربکیانو د تسلیمېدو خبر ورکړ.
نوموړی وايي، چې دا دوه تنه اربکیان (کوجان او شهزاده د خان زامن) د چورې ولسوالۍ په سرآب کلي کې دوی ته تسلیم شول.