ټرمپ ته ډالۍ / شاعر زغره وال

شاعر : زغره وال

په دنيا کې مې هر رنګه خره ليدلي
خو ته بل رنګه لوی خر يې ډونالډ ټرمپه

ولسمشر نه يې هسې غټ جاهل يې
رنګ دې ورک شه يو سوډر يې ډونالډ ټرمپه

تل مدام په اوتو بوتو کې لګيا يې
خلاص له عقل او جوهر يې ډونالډ ټرمپه

مسلمان ته چې په سپکه سترګه ګورې
له خنزير نه هم بدتر يې ډونالډ ټرمپه

ته د نن وخت ابو جهل يې احمقه
ځناور يې ځناور يې ډونالډ ټرمپه

ای د وخت فرعونه زر ده چې رسوا شې
لوی دښمن د رب اکبر يې ډونالډ ټرمپه

دا ستا سر وهل د هر مؤمن ارمان دی
د کفارو سر لښکر يې ډونالډ ټرمپه

اخطارونه د کمزوري سړي کار دی
رامعلوم په زِير او زوَر يې ډونالډ ټرمپه

مونږ ډاډه يو چې نور هېڅ کولی نشې
خپل ولس ته جوړ خطر يې ډونالډ ټرمپه

که الله کړي د زوال وخت دې راغلی
مغلوبېږې او ابتر يې ډونالډ ټرمپه

ځناور دي چې څوک ستا طرفداري کړي
ته د خرو عجيب رهبر يې ډونالډ ټرمپه

څټ او مخ به دې در يو کړو ښه يې واوره
زمونږ له زور نه ناخبر يې ډونالډ ټرمپه

(زغره وال) وايي شيطانه په خرتوب کې
بس بيخي اول نمبر يې ډونالډ ټرمپه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د