افغانستان

د کورنيو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس پاکستان ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنيو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس پاکستان ته په رسمي سفر تللي دي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ویس احمد برمک او معصوم ستانکزی اسلام اباد ته ور رسېدلي دي.

پژواک خبري اژانس د یوې سرچينې په حواله د دوی سفر په کابل کې د وروستیو پېښو په تړاو بللی.

ویل کېږي دغه افغان چارواکي به د پاکستان له پوځي مشر جنرال قمر جاويد باجوه او د دې هېواد د استخباراتو له مسوولینو سره وويني.

دا په روان میلادي کال کې د افغان چارواکو لومړی سفر دی.

دا سفر وروسته له هغه کېږي، چې امریکا پر پاکستان د فشارونو کړۍ تنګه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x