افغانستان

خلک: د اندړو ولسوال عام وګړي ګواښي او کار ته يې نه پرېږدي

د ګېرو او اندړو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د اندړو ولسوال محمد قاسم دېسېوال عام وګړي په بېلابېلو پلمو ګواښي او کارونو ته يې نه پرېږدي. دوی وايي چې په ولایت کې يې چارواکي د ولسوال اړوند شکایت نه اوري او په سیمه کې سپین ږيري هم له ورتلو وېرېږي.د اندړو ولسوال محمد قاسم دېسېوال پرون پنجشنبه هم، په غزني ښار کې د بېلابېلو ولسوالیو د موټرو په تم ځایونو ګرځېده او د ولسوالیو اوسېدونکو ته يې ګواښونه کول، چې ګواکې دوی له طالبانوسره د ډوډۍ او پیسو مرسته کوي او آن د دوی ماینونه ورسره له یوځایه تر بل ځایه وړي.

محمد قاسم دېسېوال د پنجشنبې په سهار د غزني ښار د ګېرو ولسوالي د موټرو په تم ځای کې له ګېرو نه راغلي څو کلیوال په دې وګواښل چې ګواکې دوی له طالبانو سره مرسته کړې ده او دهغو د ماینونو بوشکې ورسره انتقالوي.
نوموړي د عبدالله پر نامه یو موټروان ته وویل: دا مې څووم وار دی، چې ستا په اړه غلط خبرونه اورم، که دې پر ځان بد نه پیرزو کېږي، له طالبانو لرې ګرځه، که دې کورته درغلل، ويې وژنه.
نوموړي ټینګار کاوه چې عبدالله طالبانو ته ډوډۍ ورکړې او بیا يې ترمناسب ځایه په خپل موټر کې رسولي دي، محمدقاسم ديسېوال له خپلو څو ساتونکو سره عبدالله د ګېرو دموټرو په تم ځای کې ودرولی و او د نورو موټروانانو ترمخ يې پرلپسې خپلې خبرې ورته کولې چې عبدالله يې په اړه د غږ حق نه درلود.
دېسېوال، ورته وويل: دا دیارلس کاله دولت څه ملنډې نه دي، موږ اوس دومره شوي یو،چې  په طالبانو کې جاسوسان پیدا کړو.
د دولت د عسکرو له لوري د ګواښونو خبرونه ډېر ورکړل شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې د دولت یو نسبتاً لوړ پوړی چارواکی د خلکو په ګواښلو پسې په ښار کې ګرځي.
محمد قاسم دېسېوال د اندړو د پخواني ولسوال عبدالرحیم دېسېوال ورور دی،عبدالرحيم دېسېوال دطالبانو له لوري نږدې شپږ کاله وړاندې په یوه برید کې ووژل شو. چې د هغه له مړينې وروسته محمدقاسم لومړی د جاغوري او وروسته د اندړو ولسوال وټاکل شو، نوموړی د ګېرو ولسوالي د دېسې د کلي اوسېدونکی دی، چې اوس هم د طالبانو تر واک لاندې دی.
په غزني کې د دولتي مسوولینو له ګواښونو په دې ولایت کې مېشت خبریالان هم شکایت کوي،چې په خبره يې دولتي اشخاص دوی دطالبانو جاسوسان بولي. په غزني کې د رڼا پروډکشن کمیره مین محمد کامران الکوزي رسنیو ته وویل چې دوی څو ورخې وړاندې په ملکي روغتون کې پولیسوو ووهل او ورته ويلي يې دي چې ګواکې د طالبانو لپاره عکاسي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x