ورزش

د زمبابوې پر وړاندې د لوبو مهالویش اعلان شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو مهالویش اعلان شو.

لوبې به د فرورۍ میاشتې په پنځمه پېل کیږي او په نولسم پای ته رسیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی د دوه شل اوریزو لړۍ ترسره کیږي، چې لومړی لوبه به د دوشنبې په ورځ د فرورۍ په پنځمه او دوهمه لوبه به د سه شنبې په ورځ د فرورۍ په شپږمه ترسره شي.

همدا ډول د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړی لوبه به په ۹م، دوهمه په ۱۱م، دریېمه په ۱۳م، څلورمه په ۱۶م، پنځمه او پایلوبه به په ۱۹م فروري ترسره شي.

دغه لوبې به د شارجه په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي.

شل اوریزې لوبې به د ماښام په ۷:۳۰ او یو ورځینۍ لوبې به د ورځې په ۲:۳۰ بجې پېل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په دغو لوبو کې به شهزاد محمدي له یو کال بندیز وروسته بیا د خپلو مینوالو پر مخ وځلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x