افغانستان

د ټاکنو د کمېسيون نوی مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو کمېسيون د اداري پلاوي د خپل منځي ټاکنو په پایله کې ګلاجان عبدالبديع صياد د دغې کمېسيون د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی صياد تر دې مخکې، د ټاکنو کمېسيون د وياند په توګه دنده کوله او څه موده مخکې يې ويلي و، چې د ټاکنو کمېسيون د اداري پلاوي موده پوره شوې ده.

ويل کېږي، معاذالله دولتي او وسيمه بادغيسي د ټاکنو کمېسيون د رئيس د مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي.

تېره مياشت د ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله په توافق سيد حفيظ الله هاشمي د ټاکنو کمېسيون د غړي په توګه ټاکل شوی و.

د يادونې ده، چې له تېرو درې مياشتو راهيسې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نه درلود او د رييس د ټاکلو پر سر لانجې روانې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x