افغانستان

ننګرهار کې سږ کال دوه میلیونه نیالګي کېښودل کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت د زرغونولو لپاره یې دوه میلیونه نیالګي روزلي، چې په نږدې وخت به یې د کېښودلو کمپاین پیل شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس رفیع الله رحیمزي په خبره، په روان کال کې د دولتي او خصوصي «د نیالګیو روزنځایونو» کې دوه میلیونه نیالګي روزلي، چې د پسرلي د رارسېدو وړاندې به په ټول ولایت کې کېنول شي.

د ده په خبره، د روان کال لپاره یې ۴سوه زره نیالګي په دولتي فارمونو او ۱۶سوه زره یې په خصوصي فارمونو کې تولید شوي، چې مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي پکې شامل دي.

دی وايي، دغه نیالګي به په دولتي ادارو، ښوونځیو، عامه ځایونو، سړکونو غاړو ته او په بېلابېلو ځایونو کې کېنول شي.

د ننګرهار د کرنې د رییس په خبره، د ننګرهار هوا د سلواغې له ۱۵مې وروسته د نیالګیو کېښودو ته برابرېږي او عام خلک باید له همدې ورځې وروسته د نیالګیو کرلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ښاروالۍ نن د جلال اباد ښار په بېلابېلو ځایونو کې د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل کړ.

د جلال اباد سرپرست ښاروال حکیم الدین عمرخېل وايي، سږکال دښاروالۍ له لوري ۱۵ زینتي بوټي به د دغه ښار په بېلابېلو ځایونو کې کېښودل شي.

په ننګرهار کې هر کال د پسرلي په رارسېدو زرګونه نیالګي کېنول کېږي؛ خو د خلکو او ښاروالۍ له لوري ورته سمه پاملرنه نه کېږي او ډېری کېښودل شوي نیالګي ضایع کېږي.

په ننګرهار کې مالټه، لیمو او نارنج د نورو مېوو په پرتله ښه حاصل ورکوي؛ خو د ناسمې څارنې له امله هر کال زرګونه نیالګي وچېږي او له منځه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x