muhammad asif samim

ځوان لیکوال دي د ډېر لوست پرمټ لږ لیک وکړي – استاد محمد اصف صمیم سره د نن ټکي آسیا مرکه

استاد محمد اصف صمیم د هېواد په سطحه د ځوانو فکرونو هغه روزونکی دی، چې کله يې هم د چا د دربار په خاطر حق نه دی پټ کړی، د استاد دلسګونو اثارو پرچاپ سربېره، د ننګرهار په کامه کې (حمزه کتابتون) د یادې سیمې لپاره د یوه ښوونځي حیثیت لري، زموږ همکار په کابل کې له استاد سره د پښتو څيړنیزو ادبیاتو په ټکنېدو بحث کړی، تاسې يې هم ولولئ:

نن ټکی اسیا: دروند استاد صمیم، کور مو ودان چې زموږ بلنه مو ومنله، په پیل کې د ځینو دې اندېښنې ته څه وایاست، چې ګواکې ټولنیزې رسنیو مو په څيړنیزو ادبیاتو اغېزه کړې او داسې انګېري چې استادانه لیکنې کمې شوې دي؟

صمیم: بسم الله الرحمن الرحیم، لومړی خو ستاسې درنو لوستونکو ته مینه وړاندې کوم، سلامونه او احترام وړاندې کوم، په اوسنیو شرایطو کې د تحقیق خبره، دا اندېښنه اوسنۍ نه ده، څو کاله مخکې چې استاد رشاد ژوندی و، خدای دې يې وبښي، په ننګرهار کې د هغه په ویاړ غونډه وه، دوه اتیا که درې اتیا کال و. ما دا پوښتنه له هغه نه وکړه چې داپښتو څيړنیز بهیر مخ په ځوړ دی، هغه وویل چې نه مخ په ځوړ ورته نه وایم، کنه ما خو لا داهم ورته وویل چې په ټپه ولاړ دی، هغه ویل نه په ټپه هم نه دی ولاړ،صرف ټکنی شوی او هغه ورته توجیه او دلیل دا ووایه چې کله کله د زمانې بهیر، غوښتنې او انقلابونه داسې یوه څپه راولي، چې ځینې معمول ارزښتونه پکې لږ تنګ شي. هغه بهیر پکې ټکنی او ځنډنی شي، هم يې ارتقا پکې ټکنۍ شي، نو پښتو څيړنیز بهیر هم باید په دې شرایطو کې داسې شوی وای، لکه چې دا دی. خو بېخې ځکه نه دی ولاړ، چې اوس هم څوک شته چې دا کار کوي، دغه اوس چې موږ وایو چې ټکنی دی، مانا دا چې داسې يو څوک شته چې دا اندېښنه لري، چې دې حالت ته ټکنی وايي.

نو د هغه (رشاد صاحب) دلیل دا و، چې یو وخت چې چنګیز خونریزۍ روانې کړې وي، مخکې او وروسته يې د وینو رودونه روان وو او خلک پکې ډوبېدل، علم پکې ډوبېده، فرهنګ پکې ډوبېده، کتاب پکې ډوبېده، نو په هغه وخت کې خلک دهمغسې حالت په تصویرولو مجبور وو، چې حماسې ووايي، د پسرلي سندرې او بوللې ونه وايي. هغلته ویر ووايي، ویر وژاړي، قوم وژاړي هلته د ټولنې هغه ناورینونه او د وینو باران وژاړي. نوکه دغه حالت چېرته له منځه لاړشي، یا لاړ؛ نو بیا به خلک بېرته هغه پخواني حالت ته راستانه شي. نو چې څه شي ته يې اړتیا ده، په هغه اړتیا به هغه وخت پوی شي، چې دا حالت او دا څپه له منځه لاړه شي.

اوس هم دغسې حالت دی، که څه هم د رشاد صاحب استدلال ډېر لورنده و، خو زه هم ستا په څېر اندېښنه لرم، چې له کتاب سره یارانه او دوستانه نه یواځې ټکنۍ شوې نه ده، بلکې بېخې پرې شوې ده. البته د هغه چالپاره نه، چې ناول لولي او شعر لولي، او په انټرنیټ کې مناظرې او شخړې کوي، چې حتی ځينې پکې پولې او حدود مات کړي، دا هم له علمي ارزښتونو سره جفا ده ، چې سړی نه خپل حدود وپېژني، نه د نورو حدود وپېژني. اوداسې ژبه کاروي، چې د بازار ژبه وي او (سوقي ادبیات) یا بازاري ادبیات ورته وايي. دغه هم له کتاب سره د یارانې دپرې کولو یوه بېلګه ده. اوکه اوس سړی بیا هم هغه حالت ته منتظر شي، چې استاد رشاد يې یادونه کوله؛ نو بیا خبره سیاست پورې تړل کېږي او متاسفانه زموږ د سیاست رنګ اوبوی داسې دی، چې هغه د چا خبره دا څلور لسیزې مونه په کولمو کې اوبه تودې شوې نه مو دعا قبوله شوه ، نه مو هلې ځلې یو ځای ته ورسېدې او نه مو ډېر فریاد څه ځای ونیو. خو بیا هم د خدای له لوی دربار نه ناهیلي نه یو، او دهغه د فرمان له مخې هیله من یوو، هغه فرمايي: چې په سختي پسې اساني وي، او همدارنګه فرمايي، چې د الله جل جلاله له رحم نه مه نا امیده کېږئ.

نو د خدای رحم ته هلته د امیدواري مخ هلته زیات شي، چې انسان خپلې مادي هڅې ټولې ټپې او بې نتېجې وبولي، نو زه هیله من یم، چې دا ډب حالت به له منځه نه ځي، او موږ به په یو پرانیستي لور ځو او امید دی چې د دې کمي پوره کړو.

نن ټکی اسیا: ډېره مننه، استاده تاسې دوو ټکیو ته اشاره وکړه، یو مو د استاد رشاد صاحب په حواله دا وویل چې په اوسنیو حالاتو کې ممکن له چا نه حماسې وویل شي، ځکه خو د تحقیق برخه کمزورې شوې یا نیمګړې شوې ده. بل دا چې د کتاب او لوستونکي اړیکه پرې شوې، زه غواړم دوه پوښتنې یو ځای وکړم، یوه دا چې ځينې لوستونکي پر دې دلیل نه قانع کېږي، چې ګواکې ټول محقیقین دې اوس په تخلیق بوخت وي، دوی داسې انګېري چې یو محقق د خپل تحقیق په زور تر یو ځایه ځان رسوي، وروسته نو ادبي نړۍ ته شاکوي او یواځې پر ځان راټول وي، دې اندېښنې ته يې څه وایاست، دویمه دا چې د کتاب لوستونکی پیدا کول، د لیکوال کار دی، د ټولنې مسوولیت دی او که د خپروونکې (مطبعې)؟

صمیم: په دې کې شک نشته، چې کله کیفیت دومره راټيټ شي، لکه چې دا دی؛ په داسې وخت کې لیکوال کم پیدا کېږي. او چې پیدا شي، بیا دی لوستوال نه شي پیدا کولای، په دې کې ډېره پړه د لوستوال په پرتله د لیکوال په اوږو پرېوځي. دغه دوه اونۍ مخکې د جنرال عبد القادر خاطرات په کابل کې ما د پښتني بانک مخې ته ولید، تازه چاپ شوی کتاب و، دوه درې اوونۍ به يې کېدلې، ځکه چې هغه سړی بیا د دې کتاب له چاپ وروسته مړ شو. هغه کتاب مې چې را واخیست، هغه کتاب پلورونکي ويل چې په پنځه سوه افغانۍ دی، ما ویل: دا ډېر ګرانه نه دی؟ هغه کتاب پلورونکی مې پخوانی ملګری و، ویل يې په څلورنیم سوه يې ماته را کړی. او په دې به يې درکړم، په هرحال کتاب مې واخیست، خو وروسته يې راته وویل چې اوس يې مه اخله وروسته په نورو کاغذو کې ارزانه پیدا کېږي، ماویل زه دومره صبر نه شم کولای. کتاب مې واخیست، په هر حال خبره مې تر دې پورې کوله چې که لیکوال په زړه پورې موضوع وړاندې کړي، نو لوستونکی خپل جېب او موټي ته نه ګوري او خپل هغه قیمتي وخت په داسې څه لګول غواړي چې د ده ذهن يې ومني، نو دا کار چې څنګه د لوستونکي په زړه کې څنګه ځای پیدا کړو دا په لیکوال پورې تړلې ده، د ښې لیکنې یا کتابونه هیڅ اشتهار نه غواړي، خلک به پوښتنه کوي، چې د چا څه شی چاپ شوي؟ بې له دې چې هغه تشهیر او اشتهار وکړي لوستونکي به پخپله دهغه په لټه کې وي. چې متاسفانه دا جوهر او هنر موږ ډېر کم درلودلی دی. خدای دې وکړي چې زموږ دا ډېر شکایتونه او دا ډېرې ناخوالې یادول به د دې سبب شي، چې هغه څوک چې لیکل کولای شي هغوی به د کیفیت خوا ته مخه کړي، نو امید دی د لوستونکو کمی به نه وي.

نن ټکی اسیا: استاده! د پوښتنې هغه بل اړخ، که يې سپین ووایم ځینې داسې انګېرې چې ګواکې محقیقین په پیسو ګټلو بوخت دي، ځکه خو تحقیق ترې پاتې دی، دې اندېښنې ته څه وایاست؟

صمیم: له دې سره به یو مخ بل خوږ شي، بل به خوږ شي، محقق هم د دې ټولنې یو وګړی دی، اړتیا لري، هيلې لرې او رمانونه لري؛ هغه د چا خبره مار خو نه دی چې خاوره به وخوري، خو دا وخت داسې یو لېونی باد راغلی چې خلک يې وار خطا کړي او داسې فکر کوي چې که دومره منډه ونه وهې لکه دا وهل کېږي، نو ژوند نه کېږي، حال دا چې په دې کې هم افراط شوی دی، ځکه چې اوس باید موږ هم د کار لپاره د کور ښځې راوباسو (!)، لکه په غربي ټولنه کې، هلته د خاوند تر څنګ ښځه هم استخدامېږي، خو هلته نور نظام شته. دلته لېونتوب، بېړه او ځغاسته هماغومره ده لکه په هغه ټولنه کې او لوږه هم د پخوا په پرتله ډېره شوې ده؛ د دې علت یواځې دا دی چې موږ خپل اصلي جوهر له لاسه ورکړی دی. او د هنر هغه ارزښت چې په ټولنه کې تثبیت و، هغه مو بېرته جوت نه کړو، نو که لیکوال دی که هرڅوک په منډه دي، او تود بازار يې هغه موندلی، چې په هغه کې د تخلیق غوښتنه، هیله او تقاضا زیاته ده. ځکه خو هغوی بازار ويني او بیا هغسې تخلیق کوي، نو مخکې ما عرض وکړ، چې هغوی لوستونکي نه شي پیدا کولای.

نن ټکی اسیا: اوسنيو پښتو لیکنو ته که وګورو نه په تخلیق او تحقیق کې کار روان دی، که يې تحقیق يوې خواته کېږدو، په تخلیق کې مو ځوان لیکوال یواځې په ناول او شعر ډېر تمرکز لري، موږ ولې تر اوسه داسې فکري کتابونه کم یا بېخې نه لرو، چې په لوستو يې لوستونکی بدل شي؟

صمیم: ما عرض وکړ، چې حاکمه فضا داسې ده چې مادي تصور پر معنویاتو ډېر زیات غالب دی، نو ځکه زموږ لیکوال یا هنرمند پخپله د فکر په مسیر کې نه دی، دفکر لوری يې پرې ايښی دی، نو ویده به ویده څه پاڅوي؟ چې په خپله لوری او ارمان ونه لري، خپله د فکر سره ډېر تړلی نه دی، او فکر ورته ټول دا فکر ښکاري،چې څنګه دومره څه راټول کړي چې که سبا يې په دې سیالۍ که څوک لوړ نه یادوي خو ټیټ یې هم یاد نه کړي، چې پلاني پیدا نه کړې.
ماته د رفیع صاحب خاطره رایادېږي، هغه لسیزه مخکې کاناډا ته ته. چې بېرته راغی نو دهغه ځای حالت يې چې انځوراوه، ويل يې هلته چې افغانان مېشت دي، پخپلو منځو کې چې کله پر چا بحث کوي، چې کوم ځوان په هجرت کې راغلی، او زده کړې يې وکړې ډاکټرې يې واخیسته او داسې نور، نو وایي هغه مخاطب يې ورته وايي چې اوس دا ووایه چې جوړوي څومره؟

هغه ته دا هیڅ ارزښت نه لري، چې په پردي دیار او په غربت کې يې خپل علم حاصل کړ، چې دومره څه يې سبانۍ ټولنې ته پرېښوودل چې پرې وویاړي، نو دوی د دې پرځای چې پرې وویاړي وايي چې د ورځې یا میاشتې څو جوړوي؟

دا انګېزه یواځې هلته نه ده پاتې، دلته هم راغلې ده، دلته هم د چا د وزن او ارزښت خبره ټوله په دې پورې ده چې څومره جوړوي؟ د کال څومره جوړوي؟ دمیاشتې څومره جوړوي؟ نو دغه د دې باعث شوې چې نه پخپله فکر لرو او نه نورو ته د فکر لوری ښوودای شو.

نن ټکی اسیا:نو استاده! ستاسې پر وینا د دې (ویدو) دغه ویده حالت یا هم دغه بازاري شهرت خپرندویه ټولنې تر خلکو رسوي، څه فکر کوئ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا یا هم پخپله د ځینو فرهنګیانو له خوا که داسې یوه ټولنه وای، چې اثر يې تر کتلو وروسته خپرولای او هر ډول اثر ته يې اصول لرلای، ښه به نه وو؟

صمیم: ولې نه، کاشکې دا وای. موږ دغسې یو حالت تېر کړی دی، چې کتابونه به مو له څومره فیلتر وروسته خپرېدل. نو هغه وخت که د کتاب د بازار د کمیت له اړخه داسې نه و، خو بې کیفیته کتابونه هم نه چاپېدل.

په اوس وخت کې له لېوني باد سره ـ چې ما مخکې یاد کړـ د ډيموکراسي په نوم هم یوه څپه خوره ده، چې مانا هیڅوک د سانسور حق نه لري او هیڅوک چاته د (نه ویلو) حق نه لري ـ چې دا مه وایه ـ ، خو لږ تر لږه مشوره هم څوک نه اخلي.

پاتې شوو د رسمي ادارو هڅه، دا هم ديوې سالمې ادارې په چوکاټ کې کېږي، خو اوس زموږ د سالمې اداري فکر یو خوب دی، خو بیا به هم په تمه اوسو، خو سمدستې داسې تمه، له زاڼو نه د کټوري تمه ده.

نن ټکی اسیا: په داسې یو حالت کې چې ځوان لیکوال مو په نسبتاً بد حالت کې دي او ستاسې په خبره ويده دي، نو مشران لیکوال په دې برخه کې څه کولای شي، څنګه دا ویده راویښولای شي؟

صمیم: په دې کې زما دمخاطب والي پيرزو هم لرئ، نو ما پخپله هم داسې لوری نه دی موندلی چې دا ځوانان تر ګوتې ونیسم، زه یواځې د شکایت په پړاو کې يم. زه لا تر اوسه د شکایت د نفي یا تمبونې وړتیا نه لرم، پر دې باید اعتراف وکړم.

البته یو بالقوه ارمان شته چې کاشکې داسې وای، خو عملاً ما داسې ګام نه دی پورته کړی او په دې برخه کې زه ځوانانو ته ګرم یم.

نن ټکی اسیا: نو مثلاً په پخوانیو لیکوالو کې د چا د اثر توصیه کوئ، چې ځوانان يې ولولي ترڅو يې د دوی په اثارو کې بدلون راشي؟

صمیم: زه فکر کوم د پرون اثار د نن لپاره بسنده نه دي، زموږ ځوانان دې یواځې د داسې ارمان د درلودو استعدا پیدا کړې، چې زه همېشه د دغسې یو ارمان لپاره د ماترلوتر کينګ وینا د بېلګې په ډول وړاندې کوم، هغه وايي چې هغه څوک چې په ژوند کې د ژوند په بیه ارزېدونکی ارمان ونه لري، هغه په ټولنه کې د ژوند حق نه لري.

څو چې دغسې یو ارمان په ځوانانو کې پیدا نه شي، د خوشال خبره:

څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه!

د لویو ارمانونو خاوندان چې پیدا شوي نه وي، یا په ځوانانو کې د دې کمي احساس نه وي شوی، چې زه ارمان نه لرم، نو تر هغې به داسې حال وي، لکه چې دا دی. او همداسې به د پرمختیايي بهیر طی کول به یو خوب او خیال وي. خو بیا هم ناهیلی مرګ دی.

نن ټکی اسیا: کور ودان استاده! د پښتو په تحقیقي ادب په ګرامر برخه کې ځینې د نظرخاوندان دې پېښې اندېښمن کړي دي، چې ولې د ګرامر داستادانو ترمنځ همغږي نشته، تاسې څه ورته وایاست؟

صمیم: په علمي مسایلو کې د همغږۍ مسله ډېره حتمي هم نه ده، ځکه چې استدلال او دريځ وي، سملاسي داسې ښکاري چې دا زموږ په ټولنیز نفاق کې هم رول لري، خو داسې نه ده، کلتوري مسایل هم لکه نور علمي مسایل اختلاف زغملی شي او د زغم ځای پکې شته دی. خو د دې پرځای چې د ذوقونو پر بنسټ دريځ غوره شي. د دې پر ځای به غوره داوه لکه په نورو مسایلو کې په سړه سینه بحث ته تیار وای، لکه په سیاسي مسایلو کې څومره په سړه سینه د دښمن قوتونه په یوه مېز سره کېني. چې ترناستې وړاندې بېخې دا اټکل نه کېږي چې ګواکې دوه متخاصم اړخونه به سره ناستې ته تیار وي، خو چې کېني یو څه نتېجه ترې راووځي، یو څه نچوړ ترې راووځي، دغسې که په علمي مسايلو کې پر ذوق ډېر ټینګار ونه کړو او دعلمي ارزښتونو په رڼا کې سره کېنو او مسايل سره هوار کړو دا به ښه وي.

نن ټکی اسیا: ډېره مننه استاده! که په پای کې ځوانو رسنیوالو، لیکوالو او شاعرانو ته خپل پیغام ووایاست؟

صمیم: زما مخه ښه د یو ناځوان (سپین ږيري) په توګه له ځوانانو سره داده، چې همېشه مې د زړه درد ورته ویلی، او دا مې په دې ورته ويلی، چې دوی ته د زړه درد انتقال کړم او د درد د انتقال په نتېجه کې خدای دوی ته، دغه درد ورکړي، چې څنګه ځلانده ګانده درلودای شي، او زه تل له ادبي زاويي همداسې ګړېږم همدا مې دريځ دی، چې ځوانان دې لوست ډېر وکړي او لیکلو ته دې تر هغې زړه نه ښه کوي، چې تر څو يې د ډېرو لوستو پر بنسټ باندې لیک ته قلم اوچت کړی نه وي.

زموږ ځوانان متاسفانه لوستل کم کوي، دې ته وخت نه لري، خو لیکلو ته بیا تر هغو زیات وخت لري، زه ډېرې بېلګې لرم، یادول يې ښه نه دي، د چا په شخصیت به اغېز وکړي، دغه اوس چې ما او تا څوک لولي هغه به دا وګڼي چې دا خو موږ یادوي،ځکه زه د املا په برخه کې له ځوانو لیکوالو ډاډمن نه یم. دوی لوست کم کوي او لیک ډېر کوي، نو دوی ته مې دا پیغام دی، چې د ډېر لوست پرمټ دې لږ لیک وکړي، اوکه بیا هغه ترې ډېر هم شول، نو پاخه دې خدای لا ډېر کړي.

نن ټکی اسیا: ډېره مننه، درونداستاده! کور مو ودان!

صمیم: له تاسې هم مننه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د