fbpx
د بې بې سې له لوري د خپرې شوې څېړنې تصویر

د طالبانو ژمنیو عملیاتو دولتي حاکمیت نورهم وسکاڼه

احمد مختار

د ټرمپ ستراتیژي له برکته سږ ژمی د طالبانو ژمني عملیات هم د پسرلنیو هغو په څیر ښه په درز کې روان دي.

د فراه ښار له محاصرې نیولې تر کندوز، بلخ ، کندهار ، ننګرهار او کابل پوري بهرني یرغلګر او دولتي ځواکونه د طالبانو د بریدنو په مقابل کې په یوه کمزوري دفاعي حالت کې قرار لري.

سره له دې چې په ټول هیواد کې امریکايي څارګري او بم غورځوونکې الوتکې د طالبانو د تعقیب په غرض یوه شیبه هم د هیواد له فضاء نه لیري کیږي مګر د هغه با وجود طالبان د پلازمینې کابل په شمول په ټول هیواد کې فعال حضور لري او هرځای یې بهرني او دولتي ځواکونه تر خپلو بریدونو لاندې نیولې.

که څه هم چې امریکايي استخباراتي شبکي کوښښ کوي د خپلو تبلیغاتو په مټ د طالبانو خلاف د ټرمپ جنګي ستراتیژۍ بریالۍ وښیي او د هغې لپاره مصنوعي لاسته راوړنې پیدا کړي ، خو د افغانستان عیني واقعیتونه د امریکايي مصنوعي لاسته راوړنو برخلاف دي.

مونږ غواړو د دې ادعاء د اثبات لپاره خپله د امریکايي او غربي رسنیو پر دوو تازه اعترافاتو استدلال وکړو:

لومړی اعتراف د امریکا د کارولینا پوهنتون د پروفیسور او د امنیتي مسایلو د کارپوه فیتساناکیس هغه خبرې دي چې له سپوتنیک رسنۍ سره یې د مرکې په ترڅ کې ویلي:

امریکا په افغانستان کې په تر ټولو په بد حالت کې قرار لري ، داسې بد حالت چې هېڅ هېواد د دې هیله نه لري، چې د امریکا په څېر دې په افغانستان کې په دغسي کړکیچن ناورین واوړي.

د ښاغلی فیتساناکیس په خبره پر امریکا تر دې بد حالت نه شي راتللای، ځکه په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې تودېږي، خونړي بریدونه کېږي، افغان ځواکونه تلفات ويني او ښايي له نوي پسرلني فصل سره د امریکايي ځواکونو تلفات هم ډېر شي.

د ښاغلي فیتساناکیس په خبره دا چې امریکا د ۱۷ کلنې جګړې له دوام سره سره بیاهم په دې بریالۍ نه شوه چې طالبان وځپي اوس به یې د څو زره امریکايي پوځیانو په بیا ورلیږلو سره ځپل څرنګه شونی وي؟

دوهم اعتراف د بي بي سي هغه تشریحي څېړنه ده چې د ۲۰۱۷ کال په پای کې ترسره شوې او د اګست میاشتې له ۲۳ د سپټمبر تر۲۱ پوري یې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت انځور وړاندې کړی.

د بي بي سي د یادې څېړنې پایلې دا ثابتوي چې هغه طالبان کوم چې امریکا یې د ځپلو او له منځه وړلو لپاره میلیاردونو ډالر لګولي اوس عملا د افغانستان په ۷۰سلنه خاوره کې فعال دي.

که څه هم چې افغان دولت د تل په څیر د بي بي سي دغه څیړنه هم کم اهمیته ښيي او وايي چې ډېری سیمې د دوی تر ولکې لاندې دي خو واقعیت هغه دی چې هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسن په کابل کې د خپل ځان په کلا بندۍ اعتراف کوي او هم ولسمشرغني وايي چې له امریکايي ملاتړ پرته یې حکومت د طالبانو په مقابل کې ۶ هم د ټینګیدو توان نه لري.

اوس چې ټرمپ له طالبانو سره د سوله ییزو مذاکراتو د مقاطعې اعلان کړی هم لامل یې دا دی چې د ده له جنګي ستراتیژي سره سره طالبانو وکړای شول په همدې ساړه ژمي کې د فراه په شمول ډیری نور ولایتونو تر خپلې کلابندي لاندې وساتي.

له سولې سره د ټرمپ نوې مقاطعه په حقیقت کې د افغانستان په اړه د ده د عملي ارادې هغه اظهار دی چې تر اوسه یې پټ ساتلی و.

ځکه د افغانستان په اړه د امریکا اصلي اراده د جګړې دوام دی هغه که په هر ممکن صورت سره وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د