افغانستان

«۲۰۱۷ کال د سره صلیب لپاره په افغانستان کې مرګونی کال و»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  نړیواله خیریه ټولنه سره صلیب«ICRC»  وايي، چې تېر ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې د دوی لپاره مرګونی کال و، چې د دې موسسې ډېری کارکوونکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

په افغانستان کې د سره صلیب استازې مونیکا زناریلي وايي، په افغانستان کې یې د فعالیت ۳۰ کاله پوره کېږي؛ خو په تېرو ۹ میاشتو کې سره صلیب د افغانستان په شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه درولي او یا یې کم کړي دي.

د یادې موسسې د استازې په خبره، تېر کال یې ځینې کارکوونکي په شمالي ولایتونو کې وتښتول شول او ځینې ووژل شول، چې د ۲۰۱۷ کال په جنوري میاشت کې یې یو کارکوونکی په کندوز کې وتښتول شو او په فبروري کې یې اته کارکوونکي تر برید لاندې راغلل، چې شپږ یې ووژل شول او دوه تنه یې وتښتول شول.

دا وايي، د ناامنیو او د کارکوونکو د نه خوندیتوب له امله یې د شمالي ولایتونو په ځینو برخو کې خپل فعالیتونه کم کړي.

دې ډاډ ورکړ، چې د سره صلیب نړیواله موسسه په روان کال کې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې وساتي؛ خو اوسمهال یې په کندوز او فاریاب ولایتونو کې خپل دفترونه تړلي او تر نامعلومې نېټې به پورې به تړلي پاتې وي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د داعش وسله والو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ساتنې موسسې «Save The Children » پر دفتر برید وکړ، چې یادې موسسې هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه د لنډ مهال لپاره ودرول.

د غیر دولتي موسسو د همغږۍ مشر احمد ریاض صدیقي د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د ناامنیو له امله لسو نړیوالو موسسو خپل فعالیتونه درولي او خپل دفترونه یې تر نامعلومې نېټې تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x