کور پاڼه / کالمونه / توره لیکل کوي / زور می په تا نه رسي جسد به د سنګسار کړم

زور می په تا نه رسي جسد به د سنګسار کړم

په افغانستان کی دغه روانه ۱۳ کلنه جګړه د نړي  تر ټولو اوږدو او پرمصرفه جګړو کی حسابیږي ، دا جګړه په داسی حالت کی دوام لري چی د نړي ستر قوتونه د یو ضعیف ،غریب ولس او د مسلمانانو د یو ډلی په مقابل کی سره یو ځای شوي. خو په ډیر تعجب او ویاړ سره چی نه تنها دغه قوتونه ددی ډلی په ماتولو ندی توانیدلي بلکه هغوي ته د یو قوت او حیثیت په توګه هم قایل شوي.

اوس چی نړیوال ځواکونه د طالبانو په خلاف د جګړی له عملي میدان څخه عقب نشینی کوي نو دوي پر خپل نیابت دغه جګړه افغاني اجیري اردو ته سپاري او سپارلی یی هم ده تر څو امریکا او ناټو وکوي شي په کم مصرف او بغیر د تلفاتو دغه جګړه پرمخ بوزي، خو لکه څنګه چی امریکا او ناټو په عصري وسایلو او پرمختللی وسلو ونه توانیدل چی طالبان محوه کړي همدا رنګه دغه مزدوری او استخدام شوی ملیشی هم د طالبانو په مخنیوي کی پاتی راغلي.

د طالبانو لخوا د سږني کال ۱۳۹۳ لپاره د خیبر په نوم عملیات په ډیر قوت او غښتلي تدبیر سره پیل شول چی هم زمان د هیواد په ۲۱ ولایاتو کی په لومړي ورځ  په اشغالګرو او ددوي په مزدورانو  بریدونه ترسره شول ، ددی بریدونو ترتیب ،تنظیم او د تنفیذ ساحی  دښمن هم لار ورکي کړو چی ددوي دغه حالت او وارخطایی دومره حد ته ورسیده چی د غرب پلوه رسنیو له لاری هم ښکاره شوه ، اګر که دوی کوشش کوی چی دغسی بریونه او د هیواد جګړیز حالت په مطبوعاتو کی انعکاس ونکړي، خو ددی عملیاتو د پیل نه وروسته دغه کار هم تری وشړیدو حتی تر دی  چی ووس په رسنیو کی د انتخاباتو د دوهم پړاو د امنیت په هکله هم خلک اندیښنی ښکاره کوي  چی تیره ورځ په پارلمان کی هم بحث پری وشو.

د طالبانو دغه بریدونو او مطبوعاتی تبلیغ ددوي روحیات دومره مجروح کړي چی په جګړه کی د ژوندیو  پر ځای دوي ووس له جسدونو سره زورآزمایی کوي او خپله باتوري خلکو ته ښایی ، د تیری ورځی برید چی د بولدک په امنیه قومنداني باندي ترسره شو او څلور تنو طالبانو د اجیرو ملیشو سره څو ساعته مخامخ نښته وکړه خو د جګړی وروسته د هغه څلورو تنو شهبدانو د جسدو سره د اجیرو او بدمستو عسکرو لخوا ډیر ناروا ،سپک او غیرانساني برخورد وشو.

د انسانی کرامت په خلاف یی دغه جسدونه د لارو پر سر بی ستره  نمایش ته کیښودل،  او د بی روحه جسدونو په کشولو یی خپله باتوري هم وښودله.       

دا يقيناً د یو شکست خوړلي او حواس باخته دشمن کار کیدلي شي ځکه چی دوي د جګړي توان نلري چی خپله غصه او جزبه پری سړه کړي نو د جګړي په میدان کی پاتی شویو جسدونو باندی خپله غصه اوباسی.

جسد که د مسلمان وي او که د کافر، د محارب وي او که د مستأمن ، د جګړي په میدان کی وي که بل ځای ، په هیڅ صورت کی او د هیچا لپاره جواز نلري چی سپکاوي یی وکړي او یا هم مسخ یی کړي ، دا نه تنها د اسلام اصول دي بلکه په هیڅ قانون کی هم د جسد سپکاوي نشته. اګر که خارجي اشغالګرو هم زمونږ د شهیدانو په وار وار سپکاوي کړي دي زمونږ شهیدان یی سوزولي ، بولی یی پری کړي ،په چاړو یی اندامونه پری کړي، خو هغوي بیا  یو څو نمایشی دوسیی هم جوړی کړي په متهمو عسکرو باندی سره ددی چی نه ځان ته مسلمانان وایی او نه هم افغانان.

دغه ملیشي د چا لپاره ؟ د کوم هدف په اساس ؟ د کوم قانون په رڼا کی ؟ او د چاسره دغه عمل ترسره کوي ؟ دا هغه پوښتنی دي چی ددی ترمخه هم ددوي پر کردار باندي کیدی او ووس هم دغه پوښتنی ددوي په کردار سوالیه نښان دي،که مونږ د خپل فکر او ددوي د اعمالو په رڼا کی دغه پوښتنی جواب کړو نو دا ملیشی د امریکا او ناټو لپاره ، د اشغالکرو په څنګ کی او د هغوي په کومک جنګیږي ، هدف یی د امریکا رضایت او د پیسو ترلاسه کول ، هیس قانون ته ځان پابند نه ګڼی د اسلام د اصولو خو ښکاره سرغړونه کوي ، او په اسلام، مسلمان او وطن مینو ځوانانو سره جنګیږي. خو پداسی اعمالو سره ددوي کردار نور هم روښانه او رنګینه شی .

لیکوال: ابو حدیر – کالم: توره لیکل کوي – نن ټکی آسیا


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ