د اول هجرت یوه خاطره

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې د اسلام په شروع کې یوه ډله صحابه کرامو رضی الله عنهم حبشې ته هجرت وکولو په هغوی کې حضرت جعفر الطیار رضی الله عنه هم وو الله تعالی حضرت جعفر رضی الله تعالی عنه ته د خبرو کولو ښه ملکه ورکړې وه په مکه کې مشرکینو فیصله وکوله چې څه مال به را جمع کړو او د حبشې بادشاه ته به قیمتي تحفې ور و لېږو او یو وفد به ور ولېږو چې هغوی دا مهاجر کسان بېرته مونږ ته په لاس راکړي همداسې یې وکول او د یو وفد په لاس یې غوره تحفې د بادشاه خدمت ته ور ولېږلې وفد چې حبشې ته ورسېدو اول یې د بادشاه د مشاورینو سره وکتل او ټولو ته یې وویل : زمونږ څه کسان راغلی دی ځینې پکې غلامان دي د خپلو مالکانو څخه را تښتېدلي دی او ددوی په وجه زمونږ په ټول قوم کې بې اتفاقي را پیدا شوې ده بادشاه سلامت ته ووایاست چې دا کسان پټه خوله مونږ ته په لاس راکړي او له دوی څخه د دایمان او د دوی دین په اړه هېڅ پوښتنه نه کوي بس مونږ ته یې د حواله کړي .. ټولو ورسره هوکړه وکوله چې بادشاه به رضا کوي .

بادشاه ته د دوی تحفې او د دوی غوښتنه وړاندې کړل شول بادشاه خپلو مشاویرینو ته وکتل ټولو ورته دا خبره تائید کړه چې دوی رښتیا وايي دا کسان را تښتېدلي دي او د دوی قوم دا خلک ښه پېژني او د دوی په وجه په ټول قوم کې بی اتفاقي پیدا شوې ده ښه به دا وي چې دا کسان بېرته دوی ته په لاس ورکړو …

بادشاه (نجاشی) وویل : نه زه داسې نشم کولی اول به زه هغه کسان وینم او د هغوی نه به ددې خبرو په اړه پوښتنه کوم که چېرته هغوی ددې مستحق وو چې بېرته دوی ته په لاس ورکړل شي نو وربه یې کړم او کنه نو بیا دا کار نشم کولی .

دا د مسلمانانو ډله یې خپل حضور ته ور وغوښته له هغوی نه یې پوښتنه وکوله :

هغه څه شی دی چې تاسې د خپلو ځانونو لپاره را جوړ کړي دي او ددې خپل قوم څخه ورباندې بېل شوي یاست؟
حضرت جعفر الطیار رضی الله عنه ورته ویل :

ترجمه : اې بادشاه مونږ یو قوم وو چې جاهلان وو ، د بتانو عبادت به مو کاوه ، مرداره به مو خوړه ، بد کارونه به مو کول ، د خپلوانو سره به مو خپلولي پرې کوله ، د ګاونډیانو سره به مو بده رویه کوله ، په مونږ کې به چې څوک قوي وو ضعیف به د هغه خوراک وو ، مونږ په همدې حال کې وو چې الله تعالی مونږ ته یو پیغمبر را ولېږلو داسې کس چې مونږ د هغه رښتون ولي پېژنو د هغه نسب راته معلوم دی ، د هغه امانت مونږ ته معلوم دی ، د هغه له پاکي نه خبر یو هغه مونږ دېته را وغوښتو چې یوازې د الله تعالی عبادت وکوو او د هغه څه عبادت پرېږدو چې زمونږ پلرونو به یې عبادت کاوه چې کاڼي وو ، بتان وو ، مونږ ته یې امر وکولو چې کله خبرې کوو باید رښتیا ووایو ، امانتونه ورکړو ، خپلولي وساتو ، د همسایه ګانو سره ښه رویه وکوو ، له محرماتو څخه ځان وساتو ، له وینو تویولو څخه ځان وساتو ، او مونږ یې له بدو کارونو څخه منع کړو ، له درواغو ویلو څخه یې منع کړو ، د یتیم د مال له خوراک څخه یې منع کړو ، لدې څخه یې منع کړو چې په یوه پاکه ښځه باندې تهمت ولګوو ….

نو مونږ اسلام قبول کړو څه چې اسلام راته حلال کړي وو هغه مونږ حلال و ګڼل او څه چې اسلام راته حرام کړي وو هغه مو حرام و ګڼل پدې کې زمونږ قوم زمونږ دښمنان شول ، په مونږ یې تجاوز وکولو ، تکلیفونه یې راکړل ، عذابونه یې راکړل ترڅو مو بېرته له خپل دین څخه وګرځوي او بېرته مو د بتانو عبادت ته ور واوړوي ..

کله چې هغوی په مونږ ظلمونه وکول په مونږ یې دنیا را تنګه کړه ، مونږ ته یې زمونږ دین سخت کړو مونږ ستا ملک ته راغلو ، ته مو په نورو خلکو غوره کړې ، مونږ ستا ګاونډ ښه وګڼلو پدې امید چې ستا په خوا کې به څوک پدې ونه توانیږي چې په مونږ ظلم وکوي …

نجاشي حضرت جعفر بن ابی طالب ته وکتل ورته یې وویل : ستاسې نبي چې تاسې ته کوم شی راوړي دي د هغې نه څه شی درسره شته؟

حضرت جعفر بن ابی طالب ورته وویل : هو .

نجاشي : ماته یې تلاوت کړه .

حضرت جعفر طیار رضی الله عنه په خپل خواږه اواز باندې ورته د سورة مریم تلاوت شروع کړو تردې چې ددې سورة یوه ټوټه یې ورته تلاوت کړه …

نجاشی ورته په ژړا شو ږیره یې په اوښکو لنده شوه او د الله تعالی کلام په نجاشي په مشاورینو او ټول مجلس باندې بې ساري اثر وکولو .

نجاشی سر پورته کړو ویې ویل : دا هغه څه چې ستاسې نبی راوړي دي او هغه چې حضرت عیسی علیه السلام راوړي دي دا دواړه رڼا ګانې له یوه چراغ څخه راوتلې دي .

بیا یې د قریشو وفد ته وویل : تاسې لاړ شئ زه دا کسان تاسې ته نه شم په لاس درکولی .

او مسلمانانو ته یې مخ ور واړولو ورته یې وویل : ترڅو پورې چې تاسې غواړئ دلته په امن ژوند کولی شئ هېڅوک به تاسې ته څه نه وايي .