افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي، نن په دوو جلا ترافیکو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نظري په خبره، یوه ترافیکي پېښه نن د تګاب ـ کشم او تیشکان ولسوالیو په لویه لاره کې پېښه شوې، چې څلور تنه پکې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

او بله ترافیکي پېښه نن سهار د تګاب او کشم ولسوالۍ پر لاره یوې کرولا موټر له سړک اوښتې، چې یو تن پکې وژل شوی او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دی وايي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي؛ خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د بدخشان د والي ویاند دواړه ترافیکي پېښې د سړکونو د کنګل کېدو له امله بللي دي.

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې غرنی ولایت دی، چې د ژمي په موسم کې د سختو واورو او بارانونو له امله هر کال لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x