fbpx

د خوب خرابوالی د کوچنیانو لپاره د سختو ناروغیو لامل کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په خونه کې ځينې داسې شیان پریښودل چې د خوب د خرابوالي لامل کیږي، د ماشومانو پر روغتیایي اړخ بد اغیز کوي.

د امریکې ورجینیا کامن ویلت پوهنتون په یوه ترسره شوې څیړنه کې معلومه شوه چې د خوب خرابوالی د ماشومانو لپاره د چاغوالي او سرطان ناروغۍ پیدا کېدو لامل کیږي.

دوی ددغې څیړنې په ترڅ کې د ۱۲۰ ماشومانو څخه چې عمرونه یې د ۸ کالو شاوخوا وو، د څیړنې ازموینه ترسره کړه، په دې څیړنه کې ددوی خوب او ورځنی خوراک په نظر کې نیول شوی وو.

څیړونکو وموندله چې خراب او کم خوب په غټه کچه د وزن زیاتیدلو سره تړاو لري، او له اندازې وزن زیاتېدل د ماشومانو لپاره د سرطان ناروغۍ لامل کیږي.

د ورجینیا پوهنتون پروفیسر ډاکټر برناد فلیملر وایي: په ماشومانو کې د لږ وزن زیاتوالی هم د دوی د ډیر چاغېدو لامل کیږي، او د عمر په تیرېدو سره په تدریجي ډول نور هم وزن زیاتیږي، چې ماشومان له ستر ګواښ سره مخ کوي، او شونې ده چې د بلوغ مرحلې ته تر رسېدو پر سرطان ناروغۍ اخته شي.

همدا ډول هغه کسان چې عمرونه یې د دوو او ۱۹ کالو ترمنځ وي، ۱۷ سلنه یې د خوب خرابوالی یا کموالی د شکر او زړه ناروغیو لامل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په ۲۰۱۳م کال کې له ۴۲ ملیونو څخه زیات ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کالو پورې وو د وزن زیاتوالي سره مخ دي.

دوی زیاته کړې، چې په کوچنیوالي کې د وزن زیاتوالی په ځانګړي ډول په ۲۱مه پیړۍ کې تر ټولو جدي روغتیایي ستونزې پیدا کړي، چې په راتلونکي کې کوچنیان له یو شمېر ناروغیو سره، لکه د شکر او زړه ناروغیو سره مخ کیږي، او شونې ده په بدن کې له وخت مخکې کمزورۍ پیدا کېدلو تر څنګ مرګونې هم ثابت شي.

سرچینه: میډل ایسټ انلاین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د