fbpx

د ټرمپ جګړه ييز فکر، د ګوانتانامو زندان به پرانيستی پاتې وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې ګوانتانامو زندان نه تړي او شونې ده، چې نور زندانيان ورولېږل شي.

د ټرمپ دا پرېکړه د پخواني ولسمشر بارک اوباما له پرېکړې مخالفه ده او هغه پرېکړه کړې وه، چې دغه زندان به وتړي او د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې يې د ګوانتانامو زندان ګڼ شمېر زندانيان خوشې کړي وو.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې امریکايي ولس اوس هم د «ترهګرو» له ګواښ سره مخ دی او دوی پرېکړه کړې، چې خپل هېواد د «ترهګرو» د قانوني بندي کولو له لارې خوندي کړي.

ډونلډ ټرمپ امریکايي کانګريس ته له وينا وروسته په خپره کړې اعلاميې کې امر کړی، چې په ګوانتانامو کې پاتې بنديان به نه پرېښودل کېږي او په پوځي محکمو کې به يې محاکمه روانه وي.

ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې له تېرو اوولسو کلونو راهيسې سلګونه زندانيان د ګوانتانامو زندان کې پراته وو، چې يو شمېر يې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ په وروستيو کې د بې ګناهي له امله خوشې شوي او هغه ژمنه کړې وه، چې ټول بنديان به خوشې کوي.

د عدلي او قضايي چارو کارپوهان وايي، چې د ګوانتانامو زندانيان له هر ډول حقونو بې برخې دي، نه تر اوسه جنګي بنديان معرفي شوي او نه هم مجرمين.

د عدالت د نړیوال قانون له مخې جنګي بندي بايد يوازې د خپل نوم او رتبې په اړه خبره وکړي او جنګي مجرم بايد یوازې د خپل مدافع وکيل په مخکې خپله خبره وکړي، خو دغه نيول شوي کسان تر اوسه نه جنګي بنديان دي او نه هم مجرمين پيژندل شوي دي.

ټرمپ دا هم ويلي، چې  دګوانتانامو زندان د پرانيستي پاتې کېدو سربېره به يو شمېر نور زندانيان هم دغه زندان ته ولېږدول شي.

ټرمپ وايي: «موږ د داعش او القاعدې خلاف جګړې کوو، هر ځای به دوی لاندې کوو، ماتې به ورکوو او زندانونو ته به يې لېږدوو.»

خو د ټرمپ اداره په دې هم نه پوهېږي، چې دا جګړه به تر کوم وخته پر مخ بوتلی شي، د امریکا ولس او اقتصاد به تر کومه دغه جګړه وزغملی شي، په داسې حال کې، چې ټرمپ له ولسمشرۍ وړاندې دغه جګړه بې ګټې او ناسمه بلله او ټينګار يې کاو، چې تر هر څه وړاندې بايد د امریکا ګټې په نظر کې ونيول شي او دغه جګړه پای ته ورسيږي، خو واک ته له رسېدو وروسته بې وسه ښکاره شو او خپله پرېکړه يې د امریکايي جنرالانو او پټ واکمن ځواک په ټينګار بدله کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د