ulama warsatul anbia

له علماو سره مینه

امام محمدبن یعقوب الشيرازي الفیروزابادي (پیدا729هـ مړ 817هـ) رحمه الله یو له هغو سترو علماو نه شمیرل کیږې چې په خپل هیواد کې نه ځاييږي او خلکو د ټولې نړۍ عالم بللی دی، دی اصلاً د شیراز او ډیر ژوند یې په یمن کې تیر کړی دی، د ده پر علم، لوړ شخصیت او تصنیفاتو باندي خبرې په دومره کوچنیو لیکنو کې نه ځاييږي لوی کتاب ورته په کار ده.

له علم او عربي ژبې سره نسبت لرونکي به خامخا د عربي لغت مشهور کتاب (القاموس المحيط) پیژني داد امام الفیروزابادي له تصنیفاتو نه ده، او ویل کیږي د اللامع المعلم …. په نوم یې یو کتاب لیکلی و چې اندازاً په سل ټوکه کې و او یو ټوک یې د جوهري د الصحاح هومره و.

دی یمن ته په داسي وخت کې ورغی چې په هغو شپو کې د یمن مشهور قاضي جمال الرعي وفات شوی و، ديمن واکمن ملک اشرف اسماعیل د ده ډیر احترام وکړ، ده په یمن کې درس او تدریس پیل کړ او په کم وخت کې یې دومره شهرت ترلاسه کړ چې اخیر یې د یمن ستر قاضي وټاکه. د یمن له هر ځای نه دعلم تږي پرې رامات شول او ویل کیږي چې پخپله ملک اشرف اسماعیل به درس ته ورته ناست و.

امام الشوکاني په البدر الطالع کې کاږي چې یو وخت امام فیروزابادي مکې مکرمې ته ولاړ او ده له مکې سره خورا زیاته مینه لرله نو له مکې مکرمې نه یې ملک اشرف اسماعیل ته ولیکل: زړه مي غواړي په مکه مکرمه کې پاته شم ا و که ستاسو خوښه وي زه به دا پاته ژوند دلته تیر کړم، ملک اشرف په ځواب کې عجیب لیک ورته راولیږه، دا لیک شوکاني راخیستی ده او څو جملې یې ستاسو سره شریکوم.

ملک اشرف امام الفیروزابادي رحمه الله ته د هغه د لیک په ځواب کې لیکي: په مکه کې ستاسو د پاته کیدلو په خبره موافقه زما له پاره ډیر سخت کار ده، په دې خبره زما ژبه ګونګه او قلم مي ولاړ ده، ته ښه پوهیږې چې د یمن خلک ړانده وو تا د علم په رڼا سره بينا کړل، دلته له ډیرې مودې د علم مشالونه تپ وو او تا روښانه کړل نو موږ څنګه ستا په جدایې موافقه وکړو، په خدای مي لوبتلی یې چې خدای درکوي پاته عمر هم یمن ته ډالۍ کړه، په الله قسم کوم او زه په خپل قسم کې رښتيني یم ای مجد الدینه! چې ماته د ټولې نړۍ فراق او بیلتون اسانه ده خو ستا فراق نشم زغملی!! ته یمن یې او ته د یمن ولس یې.

موږ مخکي وویل چې امام فیروزابادي رحمه الله په شیراز کې زيږيدلی او د شیراز دی یمن ته وروسته تللی او هلته میشت شوی و، دا د پردي دیس مسافر عالم ته د یمن د واکمن ملک اشرف اسماعیل لیک تاسو ولید، له دې لیک نه موږ له یوه عالم سره د وخت د واکمن مینه ښه معلومولی شو، د هغه د لیک څو لنډې جملې موږ ته د هغه مهال له علماو سره د واکمنو او خلکو د مینې پوره داستان بیانوي.

د یمن د واکمن دا لیک دومره موثر او اغیزمن ده چې د وخت د مخلصو مسلمانانو په زړونو کې له علماو سره نوره مینه هم پنځولی شي، د علماو مینه او د هغو تقدیر او احترام زموږ واجب ده موږ ته لازمه ده چې له خپلو محسنینو او نیکې کوونکو (علماو) سره د زړه له تله مینه ولرو، د وخت لیونی باد چې په کومو کمزورو او ضعیف النفسه خلکو لګیدلي او هغوی د علماو پر خلاف زهرشندنې کوي دا وختي شیان او د پردیو هڅونې دي، که موږ او تاسو ښه دقیق شو نن سبا د علماو پر خلاف ډیری زهرشندونکي خلک د ولس د قاتلانو او د دوی په شان پردیو غلامانو په ستاینو هم بوخت دي او په اړه یې شپه ورځ دروغ تړي له دې معلومولی شو چې د علماو پر خلاف د دوی قضاوتونه زهرجن او د نورو په نغوتو رامنځته کیږي.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د