fbpx
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده

چین: ټرمپ دي د سړې جګړې له ذهنیته ځان خلاص کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): چیني حکومت د ټرمپ څخه غوښتي چې د سړې جګړې فکرونه دي نور نه کوي، او له دغه منفي ذهنیت څخه دي ځان خلاص کړي.

د چین حکومت د ټرمپ پر هغې وینا نیوکه کړې چې تېره شپه یې د امریکې ولس ته وکړه او چین یې یو له هغو هیوادونو څخه وګاڼه چې د امریکې ارزښتونه ګواښي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «هوا تشوننیګ» د رسنیو سره په وینا کې وویل: چین امید لري چې امریکايي اړخ د سړې جګړې له ذهنیته ځان را وباسي او د اختلافونو د حل لپاره پر متبادل احترام او دیپلوماتیکو اړیکو غور وکړي.

بل اړخ ته د چین لومړي وزیر «لي کي چیانګ» رسنیو ته ویلي د امریکا او چین تر منځ ګټې تر اختلافونو ډېر اهمیت لري او د نړیوال مصلحت لپاره هم په ګټه دي.

ټرامپ کانګریس ته تېره ورځ په وینا کې وویل چې روسیه او چین دوه داسي دښمن هیوادونه دي چې د امریکا ګټې، اقتصاد او ارزښتونه ګواښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د